د امریکا د پوځ د تروریزم ضد مبارزې مرکز پرون د هغو اسنادو غورچاڼ په انټرنېټ کې پر لیکه کړ، چې تېرکال د اسامه بن لادن پر کور د برید پرمهال ضبط شوي وو.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې پر دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې په ایبټ آباد کې پوځي تاسیساتو ته څېرمه په خپل کور کې ووژل شو.
په خپرو شویو اوولسو سندونو کې، بن لادن د القاعده په چارو کې له اختلال او د نړۍ په مسلمانانو کې د دې شبکې د اعتبار د کمېدو په خاطر چې ده یې د ترلاسه کولو هیله لرله، شکایت کوي.
اسناد ښيي چې بن لادن لاهم پر امریکایانو د حملو پلان درلود او یولړ دسیسې یې جوړ کړي وې چې امریکايي مشران به وژني او حتی دا هیله یې هم لرله چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر الوتکه برید وکړي. ده همداراز غوښتل چې د پخوانیو تېروتنو د اصلاح لپاره د یوه نوي پړاو د پيل په اړه یو بیان خپور کړي.
نوموړي پاکستانیان بااعتباره وروڼه بللي خو د داسې کوم پاکستاني چارواکي نوم یې نه دی یاد کړی چې ښايي په اېبټ آباد کې به د ده له استوګنې خبر و او یا به یې له ده سره همکاري کړې وي.