د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په کوټه کې د نړېوال سره صليب د بريتانوي کارکوونکي مړى وموندل شو


شپېته کلن ډاکټر خليل رسجد ډيل
شپېته کلن ډاکټر خليل رسجد ډيل
شپېته کلن ډاکټر خليل رسجد ډيل له اصله يمنى عرب وو، خو د تابعيت له مخې بريتانوى وو او په دې وروستيو کې مسلمان شوى وو، نوموړي له تېر يوه کاله راهيسې په بلوچستان کې د نړېوال سره صليب په دفتر کې د روغتيا د څانګې د مسوول په توګه کار کاوه.

د روان مېلادي کال د جنورۍ پر پينځه نېټه کله چې هغه له دفتره د خپل کور پر خوا روان وو، وسلوالو د وسلو په زور وتښتاوه او بيا يې درک ونه لګېد.

د يکشنبې په ورځ د کوټې خروټ اباد ته نيژدې په يوۀ باغ کې د يوه نامالوم کس سرپرېکړى مړى وموندل شو، چې روغتون ته تر وړلو وروسته وپېژندل شو، چې نوموړي هماغه د سره صليب تښتول شوى ډاکټر خليل رسجد ډيل بريتانوى دى.

د کوټې پوليس وايي، له مړي سره يې يوه ټوټه کاغذ موندلى او له هغه څخه ورته څرګنده شوه چې وژل شوى کس د نړېوال سره صليب کارکوونکى خليل ډيل دى.

د پاکستان وسلوالو طالبانو د خليل ډيل د تښتولو او وژلو مسووليت منلى دى او ويلي يې دي چې ډېره ژر به د نوموړي د وژنې ويډيويي فلم هم خپور کړي.

په روغتون کې تر طبي معايناتو وروسته ډاکټر صفدرحسين رسنيو ته وويل، چې نوموړى شاوخوا پينځلس ساعته مخکې وژل شوى او سر يې په تېره اوزار له تنه جلا کړاى شوى دى، خو پر نور بدن يې د ټپونو کومه نخښه نه شته.

د سره صليب دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د خپل کارکوونکي وژنه په کلکه غندلې ده، ويلي يې دي چې وسلوالو د ده پر سر د شل ميليونه امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه چې د سره صليب له خوا د پيسو د نه ورکولو له امله يې هغه وواژه.

د سرۀ صليب د کوټې دفتر ته په ٢٠١٠میلادي کال کې هم د بلوڅو وسلوالو يوۀ سازمان ګواښ کړى وو چې په بلوچستان کې دي خپل فعاليتونه و دروي، تر هغه وروسته دوى خپل فعاليتونه محدود کړي وو، خو پرون يې د خپل کارکوونکي د مړي تر لاسه کېدو وروسته خپل دفتر په بشپړه توګه تړلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې پينځه مياشتې وړاندې هم پښين ته څېرمه له برښور سيمې څخه د بلوچستان د کليوالو سيمو لپاره د ودې او پراختيا د مرستندويې ادارې (بي ار ايس پي) شپږ تنه کارکوونکي هم وسلوالو د تاوان لپاره وتښتول چې له هغوي څخه يې يو تن وسلوالو و واژه او پينځه نور لا هم د وسلوالو په ولکه کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ٢٠٠٩میلادي کال له فبرورۍ څخه چې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يا يو اين ايچ سي ار امريکايي تبعه کارکوونکى جان سولېکي وسلوالو وتښتاوه، له هغه راهيسې په بلوچستان کې بهرنيو مرستندويو ادارو يا خپل دفترونه تړلي يا کارونه محدود کړي دي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG