د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

دیوشمېر ولایتونو مزدوران د افغانیو د ګټلو لپاره کابل ته د مزدوري لپاره راځي


د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې، د افغانیو پرځای د پاکستانیو روپیو چلند د دې سبب شوی، چې د دې ولایتونو مزدوران او کارګر کابل ته مخه کړي.

د خوست، پکتیا، ننګرهار او لغمان دولایتونو کارګر او مزدوران چې د افغانیو د ګټلو لپاره کابل ته راغلي؛ ازادي راډیوته وویل، چې په یادو ولایتونو د کارپه بدل کې پاکستانۍ روپۍ ورکول کیږي.

دوی وایي، د پاکستانیو روپیو ارزښت له افغانۍ څخه کم دی او نه شي کولی، خپلی اړتیاوې پرې پوره کړي.

دوی غواړي چې په ټول هیواد کې د افغانیو چلند دود شي:

″زمانوم قدرت اله، زه اوزماغوندې نور کارګران او مزدوران، چې له ولایتونو څخه کابل ته راځي، دلته د کار په بدل کې افغانۍ ګټي، مثلاً که درې سوه افغانۍ واخلي، په ننګرهار کې ترې شپږ سوه جوړیږي، که د زر افغانیو ټېکه ونیسي، هلته ترې دوه زره جوړیږي، په خپل ولایت کې همدومره زحمت باسو خو په کلدارو مو ګوزاره نه کیږي.″

داسې انتقادونه هم کیږي، چې حکومت د هغو کسانوپر وړاندې چې د راکړې ورکړې په ورځنیو چارو کې، د افغانیو پرځای بهرنۍ پیسې کاروي، جدي اقدام نه کوي.

خو د افغانستان بانک چارواکی وايي، چې په هېواد کې یې د افغانیو چلند ته جدي هڅې کړي او سرغړونکي یې جریمه کړي هم دي.

دوی وایي، تراوسه یې سرغړوونکي اوه ویشت میلیونه افغانۍ جریمه کړې دي.

د افغانستان بانک مرستیال محمد عیسی تراب له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او پرځای یې د بهرنیو اسعارو چلند کم شوی دی:

″له نیکه مرغه افغانۍ د ټولو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابته ده او هیڅ ضرورت نشته، چې څو ک نور اسعار وکاروي. دا زموږ ملي وجیبه ده باید افغانۍ رایج شي، افغانستان بانک صلاحیت لري، چې سړغړوونکي جریمه کړي.

موږ په دې هکله په زونونو او ولایتونو کې د خلکو د پوهاي پروګرامونه تنظیم کړي، څو خلک افغانۍ وکاروي او که نه نو جدي اقدام یې پرضد کیږي.″

د یوزرو درې سوه اویایم کال په شاوخوا او بیا په هیواد کې د مجاهدینو د حکومت له رامنځته کېدو سره، افغانۍ په څو ډوله چاپ او په مختلفو سیمو کې وکارېدې.

د دې پیسو نوټونو د اصلي نوټونه مسلسل نمبرونه هم لرل.

په دې لړ کې لس زریز، زریز او پنځه زریز هغه بانک نوټونه وو، چې په مختلفو رنګونو او ډیزاینونو چاپ او پرته له دې چې ارزښت یې په پام کې ونیول شي، بازارته راووتل.

د نوټو همدا زیاتوالی د دې سبب شو، چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پروړاندې خپل ارزښت بایلي او خلک د بهرنیو او په تیره د ګاونډیو هیوادونو اسعارو ته مخه کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG