د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

په کوټه کې د هدفي وژنو او سړي تښتونو په مخنيوي کې حکومت پاته راغلى


پرون په کوټه کې بيا دوه تنه هزاره توکمه شعيه مسلمانان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى. په دې وروستيو کې په دې ښار کې د خلکو د هدفي وژنو او تښتونو په پېښو کې تر بل هر وخت زياتوالى راغلى. وړمه ورځ يو هندو مدافع وکيل هم تښتولى شوى چي په دفاع کې يې قانونپوهانو د پراخو احتجاجونو خبردارى ورکړى.

د هدفي وژنو د پېښو تر څو ورځنۍ کرارۍ وروسته د شنبې په ورځ بيا په کوټه ښار کې په دوو جلا پېښو کې موټرسايکل سپرو وسلوالو درې تنو ته مرګ ژوبله ور واړوله. پوليس وايي تېره ورځ د کوټې ښار پر بروري سړک باندې وسلوالو پر دوو تنو ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې و وژل، چي دواړو له هزاره قوم سره تړاو درلود.

تر دې پېښې لږ وخت وروسته موټرسايکل سپرو وسلوالو په ښار کې د جمهوري وطن ګوند د يوۀ مشر محمدعلي هزاره پر موټر ډزې وکړې او سخت يې ټپي کړ. نوموړى په سمدستي توګه د کوټې ښار نظامي روغتون ته يووړل شو چي لا هم تر درملنې لاندې دى.

په پاکستان کې د شعيه مسلمانانو د يوې شورا مشر عبدالرحيم جعفري وايي که د بلوچستان ايالتي حکومت په کوټه ښار کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو د هدفي وژنو مخه ونه نيوله نو په دې ښار کې به کورنۍ جګړې پيل شي:

″تر څو چي ايالتي وزيران او د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيسانى د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره جدي نه شي، نه ملېشه ځواکونو، نه پوليس او نه نورې امنيتي ادارې څه کولاى شي او نه په دغو پېښو کې تورن کسان نيول کېداى او په سزا رسېداى شي، موږ مجبور يو که په راتلونکي کې هم په کوټه کې شعيه مسلمانان د وسلوالو هدف وګرځېدل نو موږ به نه يواځې په کوټه بلکې په ټول پاکستان کې به احتجاجونه وکړو.″

د يادونې وړ ده چي په تېرو پينځويشتو ورځو کې په کوټه کې د هدفي وژنو په پېښو کې اته ويشت کسان وژل شوي او شاوخوا دېرش نور ټپيان شوي دي چي اکثره يې هزاره توکمه شعيه ګان دي.

دا په داسې حال کې ده چي په کوټه ښار او شاوخوا سيمو کې په پرله پسې توګه د خلکو د تښتونو لړۍ هم دوام لري. په تېرو څلورو کلونو کې دلته ګڼ شمېر خلک تجاران، ډاکټران، قانونپوهان او د هندو لږکيو خلک د وسلو په زور تښتول شوي چي ځينې يې وژل شوي او ځينې يې د ميلينونو کلدارو په بدل کې را خوشي شوي دي.

دوې ورځې وړاندې هم له کوټې ښاره يو بل هندو مدافع وکيل مکېش کمار وتښتول شو چي په خلاف يې د شنبې په ورځ په کوټه کې قانونپوهانو احتجاج کړى وو. د قانونپوهانو د اتحاديې مشر داود کاسى وايي په دې اوسني حکومت کې اته مدافع وکيلان تښتول شوي چي له هغوى څخه درې وژل شوي او نور د پيسو په بدل کې را خوشي شوي دي:

″دا کوم حالات چي روان دي، که ډېر مجبوره شو، له ولس او تجارانو سره به يې په خلاف احتجاجونو ته را وځو، که تښتول شوى هندو وکيل مکېش خوشى نه شو، نو د عدليې د ازادۍ لپاره مو چي څه ډول تحريک وچلاوه، داسې تحريک به پيل کړو، يو هندو وکيل ماته د اپرېل پر څورلسمه نېټه وويل چي اويا زره هندوانو هند ته د تلو لپاره عريضې ورکړې دي.″

په بلوچستان کې د پاکستان د بشري حقونو د سازمان يو مشر ظهور شاهوانى وايي په دې خبره کې اوس شک پاته نه دى چي دلته دي په بشري ضد اعمالو کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس ونه لري، خو وايي د بلوچستان ايالتي حکومت هم د دا ډول اعمالو په مخنيوي کې پاته راغلى دى:

″د پاکستان استخباراتي ادارې په دې پېښو کې لاس لري، صادق عمراني ايالتي وزير د اسمبلۍ په غونډه کې په ښکاره ويلي وو چي په دې کې استخباراتي ادارې او ملېشه ځواکونه لاس لري، په بلوچستان کې چي بشري ضد اعمال تر سره کېږي، زموږ سازمان په دې اړه څلور رپوټونه خپاره کړي دي خو د بلوچستان حکومت ورباندې هيڅ غور نه دى کړى.″

د پاکستان د بشري حقونو د سازمان د مشر په وينا په روان مېلادي کال کې په بلوچستان کې تر اوسه پورې شاوخوا پينځوس تنه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او شاوخوا پينځوس تنه ټپيان شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG