د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

طالبانو په فزیکي او رواني برخو کې فعالیت وښود


زیاترو لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ځانوژونکو حملو او وسله والو پیښو په اړه تبصرې خپرې کړي دي.

لاس انجلس ټایمز لیکي:

په کابل کې پر څلورو سفارتونو او نورو مهمو تاسیساتو د وسله والو له خوا په ښه توګه د وروستیو هم اهنګه شوو بریدونو هدف زیاته مرګ ژوبله اړول نه بلکه د افغان دولت او د هغې د نړېوالو متحدان سپکاوۍ وو.

ورځپاټه د سنګاپور د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم د څیړنیز مرکز د مشر روهن ګونارتنا په حواله وايي: په دې بریدونو سره وسله والو هڅه وکړه چې وښيي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان ځواکونه د دې توان نه لري، چې د طالبانو په وړاندې په فعاله توګه وجنګیږي.

نوموړي لاس انجلس ټایمز ته ویلي، طالبانو هڅه وکړه چې وښيي هغوي په فزیکي او رواني برخو کې فعاله دي.

ورځپاڼه زیاتوي د دغو دراماتیکو بریدونو څخه د وسله والو یو هدف دا هم وو، چې عامو خلکو ته څرګنده کړي چې هغوي باید له طالبانو سره ودریږي او یا د له هغه لوري سره د دریدو خطر پر ځان ومني چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بایلونکی دی.

د مقالې د لیکونکي په وینا ددې سربیره دا تازه حملې به ښايي د واشنګټن په نوښت د سولې پر پیل شوي پروسه هم منفي اغیز وکړي او د سخت دریځو طالبانو موقف به ځواکمن کړي.

دغه راز دا وروستۍ حملې به پر هغو متحدانو هم زیات فشار راولي، چې د افغانستان د جګړې له مالي او ځاني تاوانونو څخه ستړي شوي دي.

لاس انجلس ټایمز وايي، تازه بریدونه دا تصور هم پیاوړې کوي چې بهرني سرتیري به په عزت سره له افغانستان څخه نه رخصتیږي بلکه په ماتې خوړولو سره به اوځي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا په کابل او دریو نورو ولایتونو کې د یکشنبې ورځې د حملو په اړه په خپله مقاله کې لیکلي:

د دې بریدونو د ترسره کیدو لپاره به ممکن چې لسګونه او یا هم سلګونه کسان د برید کونکو د روزنې، تجهیزولو او د کابل ښار زړه ته د هغوي په داخلو کې ښکیل اووسې.

ورځپاڼه لیکي: نه افغان او نه هم د بهرنیو استخباراتو مسولان له دې خبر وو، چې دغه شان غیر سابقه بریدون به کابل او په دغه هېواد کې نورې مهمې سیمې ولړزوي.

ګارډین ورځپاڼه د طالبانو د چارو د کار پوه مایکل سیمپل څخه په نکل وايي:

دا ډیره سخته ده چې د طالبانو له پټن ځایونو څخه د هغوي په اړه معلومات ترلاسه شي، خو دوي باید دا توان ولري چې په کابل کې دننه هغه شبکې کشف کړي چې اهداف په نښه کوي.

ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي د دغو غیر عادي حملو یو خطرناک اړخ د استخباراتو ارګانونو ناکامي ده.
XS
SM
MD
LG