د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

راسموسن: تر ۲۰۱۴ وروسته به امنیتي تشه رامنځته نه شي


راسموسن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره
راسموسن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په کابل کې افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه به وروسته تر دې هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي چې خپل پوځیان له دې هیواده وباسي.

راسموسن د ناټو د مشرانو د راتلونکې غونډې په اړه او د افغان ځواکونو د شمیر او تجهیزولو په ارتباط هم وغږیده.

د ناټو عمومي منشي وایي، وروسته تر دې چې په دوه زره څوارلسم کال کې د ناټو پوځیان له افغانستانه ووځي هلته ته به امنیتي تشه رامنځته نه شي.

اندرس فوګ راسموسن پرون په کابل کې وویل، زموږ هدف داسې افغانستان دی چې امنیت یې د دې هیواد خپل خلک وساتي او دا هدف د بدلیدو نه دی.

ټاکل شوې ده چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. راسموسن وویل چې تر دې نیټې وروسته هم زموږ ژمنې له افغانستان سره او همکاري له دې هیواد سره دوام کوي.

تیره میاشت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الین په واشنګتن کې دې ته اشاره کړې وه چې په افغانستان کې د ځواکونو د لګښت د کمیدو لپاره دې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هغومره نه وي چې اوس یې پریکړه شوې ده، خو د ناټو عمومي منشي وویل، دا وار له مخه ده چې په دې برخه کې اوس وروستۍ پریکړه وشي.

تمه ده چې روان کال د افغان ځواکونو شمیر درې لکه دوه پنځوس زرو ته ورسیږي خو وړاندیز داسې شوی دی چې په دوه زره اوولسم کال کې دې د دې ځواکونو شمیر دوه لکه دیرش زره وي.

که چیرته افغانستان دغومره پوځیان ولري نو د کال به څلور اعشاریه یو میلیارډه ډالر لګښت پرې راشي.

راسموسن وویل، راتلونکې میلادي میاشت چې کله د امریکا په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه جوړیږي، هلته به د افغان ځواکونو د لګښتونو مساله وڅيړو خو داسې به نه کوو چې امنیتي خلا رامنځته شي. راسموسن زیاته کړه چې د اوس لپاره دا مهمه ده چې پر مځکه ځواکونه ولرو او ظرفیت یې لوړ شي.

د دوه زره څوارلسم کال تر پایه به له افغانستانه یولک او دیرش زره بهرني پوځیان ووځي. په دې اړه د ناټو عمومي منشي وویل چې د ناټو د هغو پوځیانو مساله بیله ده چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په دغه هیواد کې پاتیږي.
XS
SM
MD
LG