د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

يوه امريکايي ژغورونکې ډله پاکستان ته رسیدلې


پاکستان د خپلو څه باندې سلو پوځيانو د ژغورنې په لړ کې له نړېوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د دې هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر د شنبې پر سهار خبر ورکړ، چې له هند سره پر ګډه پوله د سیاچین په کنګلزاره غرنۍ سیمه کې يې څه باندې سل تنه پوځيان تر واورو لاندې شوي.

دغه غرنۍ سیمه چې تل پر سپينو واورو پوښلې وي، د تیزې او سړې هوا له امله د هندي و پاکستان پوځ لپاره د جنګ تر میدانه خطرناکه بلل کیږي.

د پوځ د عامه اړیکو ددفتر مشر تورنجنرال اطهر عباس د دوشنبې په شپه د پاکستان له یوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې که څه هم د کوم هیواد یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې له دوستو هیوادونو نه يې په دې لړ کې د تخنيکي مرستې غوښتنه کړې:

"د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ پخپله له سیمې نه لیدنه وکړه او د ژغورنې چارې له نژدې وڅارلې. موږ خو خپلې هڅې په چټکۍ سره پيل کړي، خو د دې ترڅنګ له هغو دوستو هېوادونو څخه چې اړوند ماهرین او وسایل په واک کې لري د مرستې غوښتنه کوو، خو باید ووایم چې دا به یواځې تخنیکي مرسته وي."

نوموړي وویل، د پاکستان د پوځ بیلابیلې ډلې د شنبې پر سهار سیمې ته رسیدلي، خو دا چې دا یوه پيچلې، لوړه او لرې پرته غرنۍ سیمه ده او ټول اکمالات ورته یواځې د هوا له لارې کیږي ځکه نو د ژغورنې په چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

جنرال عباس وايي، پر ګلیاړي نومي پوځي مرکز را پریوتي راشي یا برف کوچ زر متر اوږدوالی او ورته اندازه پلنوالی درلود.

نوموړي د پوځيانو د هوئت او سیمې په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دې ډله کې څو تنه عالي رتبه پوځي افسران هم شامل دی :

"په لادرکه پوځيانو کې د دغه پوځي مرکز د قوماندان په ګډون یو تورن، یو کپتان، څو ضابطان او خورد ظابتان او نور شامل دي، چې مجموعي شمير يې ۱۲۴ تنو ته رسیږي.

د دې ترڅنګ ۱۵ تنه ولسي خلک هم پکې شامل دي. د پوځيانو د ځای او سیمې په باب دومره معلومات تر لاسه شوي چې شاوخوا اتیا فیصده يې د شمالي سیمو اوسیدونکي دي."


جنرال عباس وايي، سره له دې، چې د نجاب بیلابیلې پوځي ډلې له تیرو شپږ دیرشو ساعتونو راهیسې په چارو بوختې دي، خو لا هم د د ایسارو پوځيانو په موندنه نه دي بریالي شوي.

نوموړي د تلفاتو په باب وویل، په واوره کې د ایسارو پوځيانو دبرخلیک په باب څه ویل به له وخته وړاندې وي، خو زیاته يې کړه چې د ژغورنې هلې ځلې په ډيرې چټکۍ سره روانې دي.

سیاچین د هند و پاکستان ترمنځ هغه ستراتیژيکه غرنۍ سیمه ده، چې تل پر واورو پوښلې وي.

په دې سیمه کې دواړو هیوادو له لسو تر شلو زرو پورې پوځيان ځای پر ځای کړي.

سیاچین هغه سیمه ده، چې یوه برخه يې د پخواني پوځي واکمن جنرال ضیاء الحق د واکمۍ پر مهال د هندي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د وروستیو راپورونو له مخې د امريکا د ځانګړو ځواکونو یوه اته کسیزه ډله له پاکستاني پوځيانو سره د مرستې لپاره پاکستان ته رسیدلې او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ به د پيښې ځای ته واستول شي.
XS
SM
MD
LG