د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

"ټول پوځي عملیات به د افغان ځواکونو په مشرۍ کیږي"


له ښي خوا- د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د ناټو او امریکا عمومي قومندان جان الن افغانستان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د مشري سپارلو په اړه تفاهم لیک لاسلیک کړ.
له ښي خوا- د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د ناټو او امریکا عمومي قومندان جان الن افغانستان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د مشري سپارلو په اړه تفاهم لیک لاسلیک کړ.

افغان او امریکایي چارواکو د یکشنبې په ورځ، یوه تفاهم نامه لاسلیک کړه، چې وروسته له دې به په هیواد کې ټول پوځي عملیات د افغان ځواکونوپه مشرۍ ترسره کېږي. دا تفاهم نامه د افغانستان د دفاع دوزیر او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان ترمینځ لاسلیک شوه.

له یو اوږد انتظار او بحثونو وروسته بالاخره افغان او امریکایي چارواکي، په هیواد کې د شپې دعملیاتو په هکله تفاهم ته ورسیدل.

د دې تفاهم لیک له مخې به وروسته له دې، په هیواد کې ټول پوځي عملیات
دافغان ځواکونو لخوا ترسره کېږی او بهرنی ځواکونه به پکې دیو ملاتړ ځواک رول لوبوي.

دا تفاهم لیک د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د دفاع د وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د ناټواو امریکایی ځواکونو دعمومی قوماندان جنرال جان الن ترمینځ لاسلیک شوه.

د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وویل، باوري دی، چې افغان ځواکونه کولی شي، دا عملیات په ښه توګه ترسره کړي. ده وویل :

″دا تفاهم لیک، چې نن لاسلیک شو افغانان پرې باید وویاړي، چې وروسته له دې به ټول عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي.

ما د افغان ځانګړو ځواکونو فعالیتونه چې د دې عملیاتو ترسره کول په غاړه اخلي له نږدې کتلی.
دا ځواکونه ښه وړتیا لري، زه ویلی شم، چې افغانستان ښه دریځ لري او د داسې ځواکونو خاوند دی، چې په سیمه کې ساری یې نه لیدل کېږي، څوک چې فکر کوي، چې افغانستان بیا یوزرو نهه سوه نوي یم کال ته ستنیږي، باید پوه شي، چې د عملیاتو ځانګړي ځواکونه او نور امنیتي ځواکونه دا اجازه نه ورکوي.″

افغان چارواکو وویل، په تیرو لسو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د کمیت او کېفیت له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی او سره له دې، چې اوس هم روزنې او سمبالښت ته اړتیا لري، خو بیا هم کولی شي، چې په سختو شرایطو کې د خلکو او هیواد له ګټو دفاع وکړي.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، افغان امنیتي ځواکونو ته د شپې د عملیاتو سپارل د ملي حاکمیت ښکارندویه اقدام وګاڼه.

جنرال وردک وویل، وروسته له دې به د ټولو عملیاتو مشري د افغان ځواکونو په غاړه وي:

″له نن څخه وروسته د ځانګړو عملیاتو په چوکاټ کې، یوازې افغان ځواکونه د خلکو کورونه او شخصي ځایونه تفتیش کولی شي، امنیتي ځانګړي قطعه چې په هیواد کې به د ټولوځانګړو عملیاتومسوولیت په غاړه ولري.

د امریکا متحدو ایالاتو ژمنه کړې، چې دې قطعې ته د ضرورت وړ لازمې اسانتیاوې او همدارنګه د دې قطعې د ظرفیتونو لوړولوته زمینې برابرې کړي.″

افغان حکومت له څو کالو راهیسې تاکېد کاوه، چې د شپې تالاشي او ځانګړې عملیات دې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شي.

دا مساله د دې سبب شوې وه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیک تړون سند لاسلیکېدل وځنډیږي.

بله مساله چې د ستراتیژیک سند لاسلیک کېدل یې ځنډول هغه افغان ځواکونو ته دزندانونو سپارل وو، چې هغه هم تیرکال د حوت په نولسمه د یوې تفاهمې په لاسلیک کولو سره افغان ځواکونه وسپارل شول.

اوس ویل کېږي، چې د دې تفاهم نامې له لاسلیک کېدو سره، د ستراتیژیک سند د لاسلیک کېدود لاری خنډونه د تلو په حال کې دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG