د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۹

م.م: له خیبر ايجنسۍ څخه يولک او څلويښت زره خلک بېځايه شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي چې د خیبر ايحنسۍ د باړې او خوا او شا سيمو څخه نيزدې يو نيم لک خلک له پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي دی.

د دغه ادارې وياندې دنيا اسلم خان مشال ريډيو ته د بې کوره شوو خلکو او د هغوی د بې کوره کيدو د لامل په اړه وويل:

((تر پرونه پورې له يولک او څلویښت زره کسان په جلوزو کمپ کې رجسټرد شوي دي. په دوی کې د شلوبر، قمبرخيلو، اکاخيلو، توريخيلو، ملک دين خيلو او کمال خيلو قبيلې خلک دي. [د بې کوره کيدو] وجه يې دا ده چې يو خو د دې خلکو کورونه د پوځي عملياتو په سيمو کې او يا هم ورسره نيزدي دي. بله وجه يې دا ده چې هلته حکومت اعلان کړی چې خلک دې خوندي ځايونو ته کډه شي.))

په دې وروستيوو کې له خیبر ايجنسۍ څخه د ځينو اورپکو ډلو لکه لشکر اسلام، انصار الاسلام او عبدالله عزام بريګيډ د خپل منځيوو او يا هم د پاکستان د امنيتي ځواکونو سره د جګړې رپورټونه راځي. د رسنيوو د رپورټونو ترمخه وسله والې نښتې او بمبارۍ د خیبر په باړه سيمه کې تر ټولو ډيرې کيږي.

له باړې څخه بې کوره شوي درنجيت سنګ چې اوس د نوښار سره نيزدې د جلوزو په کمپ کې د خپلې کورنۍ سره اوسيږي، مشال ريډيو ته د باړې د حالاتو په اړه وويل:

((هلته دير بد حال دی. څوک يوې خواته روان دي او څوک بلې خوا ته خپل ماشومان او سامانونه وړي. ډير زيات خبک بې کوره شوي دي. که سیک دی او هر څوک دی خو بس چې نوم يې د خیبر ايجنسۍ دی، هغه د ډيرو بدو حالت سره مخ دی.))

دغلته له خیبر ايجنسۍ څخه د کورنۍ سره کډه شوی مستقيم خان خوشاله نه دی. هغه وايي: ((خپله سيمه خپله وي که هر څنګه وي، مونږ ورپسې خفه يو. دلته په خيمو کې اوسيږو.))

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) ويانده دنيا اسلم خان وايي چې دوی د پاکستان د حکومت او ملګرو ملتونو د نورو ادارو سره په شريکه کوشش کوي دې کډوالو ته هر سهولت برابر کړي. هغې زياته کړه:

((راکډه شوي خلک په کمپ کې د پاکستان د قدرتي آفتونو پر وړاندې هلې ځلې کوونکي ادارې (PDMA) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ځان رجسترډ کوي. په دوی کې اکثره، نيزدې اتيا فيصده خلک، بيا د خپلو خپلوانو او دوستانو سره او يا هم که وس لري په پيښور او خو او شا سيمو کې کورونه کرايه کوي. په کمپ کې د اوسيدونکو خلکو لپاره مونږ د پاکستان د حکومت سره په شريک د ژوند، تعليم او روغتيا ځينې سهولتونه برابر کړي دي.))

د نوموړې په وينا تر هغې پورې چې پوځي عمليات پای ته نه وي رسيدلی او په سيمه کې امن نه وي پر ځای شوی، د خیبر ايجنسۍ دا بې کوره شوي خلک نه شي کولی بيرته خپلو ځايونو ته لاړ شي.

بشير ګواښ
د ازادۍ راډيو مشال څانګه
XS
SM
MD
LG