د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

په کراچۍ کې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري


د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د هدفي وژنو او ناکراریو په تازه پيښو کې د تلفاتو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شوی.

د روغتیا وزارت صوبايي مسوولین وايي، د چهارشنبې تر ناوخته د دې ښار بېلابېلو روغتونونو ته د لسو تنو مړي او دیارلس تنه نور په ټپي حالت کې لیږدول شوي، خو اندیښنه يې ښوولی، چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

ځايي امنيتي مقاماتو دغه شمېر تائيد کړی، خو د قاتلینو او بلواګرو دهويت په باب يې څه نه دي ویلي.

په کراچۍ کې د ناکراریو دا پيښې د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغې پيل شوې، چې ناڅرګندو وسله والو د MQM یا هندي مهاجرو غورځنګ یوتن غړی په ډزو وواژه.

بل خوا د عوامي نیشنل ګوند یوه ایالتي مشر پير ریاض ګل له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې تر ټولو زیات زیان ددې ګوند غړيو او په مجموع کې پښتنو ته اوښتی:

"په تیرو درېيو ورځو کې، چې څومره خلک وژل شوي ډیری يې پښتانه دي. د ولسي خلکو ترڅنګ د عوامي نیشنل ګوند دوه تنه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

اخر تر کومې به د بیګناه انسانانو دا بیرحمانه وژنې روانې وي. ښکاره خبره ده، چې دد ې ټولو پيښو تر شا د هندي مهاجرو د غورځنګ یا متحده قومي غورځنګ لاس دی، دوی په دې ښار کې د نورو قامونو موجودیت نشي زغملی او غواړي پر دې ښار باندې خپلې منګولې ښخې کړي."


په عین حال کې د کراچۍ د ښاري ترانسپورت اتحادي سره له ننه په ټول ښار کې تر نامعلومې مودې د کاربندیز اعلان کړی.

د دې اتحاديې مرستیال محمود اپریدي له سیمې نه د تیلیفون پر لیکه ازادۍ راډیو ته وویل:


"تر اوسه زموږ ۳۸ عرادې موټر سوځول شوي، چې ډیری يې د پښتنو دي. یو موټر چلوونکی په کې وژل شوی او یو هم ټپي دی.

له ډیر صبر او زغم وروسته مجبور شوو، چې سر له ننه خپل ټول ښاري بسونه ودروو او دا به تر هغې ولاړ وي، ترڅو پورې چې حکومت موږ ته د بشپړ امنيت اطمینان نه وي راکړی.

کلونه وشول، چې له موږ سره دا ډول زیاتی کیږي خو تر ننه نه چا زموږ غم وخوړ او نه يې ددې پيښو د مخنیوي په هدف ګامونه پورته کړل."


ځايي اوسیدونکي وايي، په نا امنه سیمو کې له تیرو درېيو ورځو راهیسې مارکیټونه، صحي کلینیکونه او ښوونځي تړلي دي، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

یوه ځايي اوسیدونکي له سیمې نه دتلیفون پر لیکه له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپل دسترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"د پنجشنبې په مازدیګر ناڅاپه په بازار کې ډزې پيل شوې، هر لور ته ښځو، ماشومانو، سپين ږیرو چغې سورې وهلې او هریوه هڅه کوله څو خپل ځان وژغوري.

موږ هم لکه د نورو خلکو پر یوه کوڅه ورننوتلو او په یوه کور کې مو پناه واخیسته، همداشیبه چې له تاسو سره غږیږم په همدې کور کې یم، خو دلته موږ د کور له خاونده او هغه له موږه ویریږي .

څو ورځې وشوې چې دا حالت روان دی، په ډیری کورونو کې خوراکي مواد خلاص دي، ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي او ماشومان مو په کورونو کې بند پاتې دي"


په کراچۍ کې د تاوتریخوالي پيښې په داسې حال کې زور اخیستی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې امنيتي ارګانونه به ډیر زر د بلواګرو مخه ونیسي او هیچا ته به د دې ښار د امنیت ګډوډولو اجازه ورنکړي.

بل خوا عوامي نیشنل ګوند د خپلو څو تنو مهمو غړیو د وژل کیدا په غبرګون کې نن پنجشبه په ټول پاکستان کې د ملي ماتم ورځې په توګه اعلان کړې.

کراچۍ چې د پاکستان تر ټولو مهم او ستر سوداګریز ښار دی، له تیرې اوږدې مودې راهیسې د ناکراریو ښکار دی.

په دې ښار کې د هدفي وژنو ترڅنګ دلارو و کوڅو غلاوې او د بانکونو لوټلو لړۍ هم دوام لري.

خلک پر دولت انتقاد کوي، چې د غلو او بلواګرو په مخنیوي کې يې لازم اقدامات نه دي کړي، خو دولتي مقامات بیا دا تورونه ردوي او وايي، چې په ټول ښار کې يې کلک امنيتي تدابیر نیولي.
XS
SM
MD
LG