د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

احمدي نژاد: ناټو او امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابېدو سبب شوي


د ایران ولسمشر احمدي نژاد د دوشنبې په کنفرانس کې
د ایران ولسمشر احمدي نژاد د دوشنبې په کنفرانس کې
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په افغانستان کې د ناټو او امريکا پوځيان تورن کړل چې د افغانستان د حالاتو د خرابېدو سبب شوي دي.

احمدي نژاد په دوشنبې ښار کې د افغانستان په شمول د سيمې د څو هيوادونو په ګډ کنفرانس کې وويل، په افغانستان کې د ټولو ستونزو او لانجو علت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په تېره بيا د امريکايي ځواکونو موجوديت دي.

د دغه کنفرانس، چې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او ايران ولسمشرانو په کې ګډون کړي و، هدف د افغانستان په بيارغونه کې سيمه ييزې همکاري ته پراختيا ورکول دي.

په دي کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو مشران او هم د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال رابرټ بلک په مشري يوه امريکايي پلاوي ګډون کړی؛ خو د دغه پلاوي غړي د احمدي نژاد د وينا له پيلېدو سره سم د کنفرانس له تالاره ووتل.

احمدي نژاد وويل، متحده ايالات له تروريزم سره د جګړې په پلمه د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې افغانستان ته پوځيان ولېږل او اوس له همدې پلمې څخه له ټولې سيمې د کړۍ راتاوولو لپاره کار اخلي.

ده تاکيد وکاوه، چې مشکل د ناټو په پاليسۍ کې دی، چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ننوته او اوس له هماغه شعاره په استفادې سره روسيه او چين محاصره کوي.

ويل کېږي، چې ايران د پاکستان په شان په افغانستان کې د جګړې د اور د تازه کولو لپاره د دولت وسله والو مخالفانو او همداراز په افغانستان کې د بندونو د مخنيوي لپاره جنايتکارو ډلو ته وسلې او پيسې ورکوي.

ويل کېږي چې ايران د دې لپاره دا کار کوي چې په افغانستان کې پر ناټو او امريکا فشار راوړي چې ايران د اتومي وسلې جوړولو ته پرېږدي.

احمدي نژاد وويل، ناټو او امريکا بايد مخکې تر دې چې وخت تېر شي خپله پاليسي بدله کړي او ژر تر ژره له افغانستانه ووځي، د دوي له وتلو سره به د افغانستان ستونزې حل شي.
XS
SM
MD
LG