د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

له سردارد محمد داود خان روغتون سره د شویو مرستو یوه برخه ضایع شوې


د افغانستان له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر ډاکټر عزیز الله لودین
د افغانستان له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر ډاکټر عزیز الله لودین
د افغانستان له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې، د دفاع او مالیې وزارتونو او د لویې څارنوالۍ یو ګډ پلاوی په سردارمحمد داود خان روغتون کې د اختلاس د ادعاوو په اړه په څیړنو بوخت دی.

د دغو څیړنو نتایج به تر شلو ورځو اعلان شي، خو له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د چارواکو په وینا د لومړنیو څړینو له مخې له دې روغتون سره د نړیوالې ټولنې د مرستو یوه برخه ضایع شوې ده.

د افغانستان له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر غزیزالله لودین د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د ناټو قومندانۍ له دې روغتون سره مرستې کړي دي، خو اوس یې درک نه دی معلوم چې دا مرستې څنګه لګیدلي:

″روغتون ته یې مواد راوړي دي، خو دخل او خرڅ یې معلوم نه دی، څومره راغلي، چاته او څنګه ورکړل شوي. په دې کې هیڅ شک نشته، چې یوه برخه یې له منځه تللې ده.

خو موږ اوس څیړنې کوو، چې وګورو، څومره مواد کله راغلي، چا ته ورکړل شوي، او څومره یې له منځه تللي. دا مواد، چې روغتون ته ورکړل شوي دي درمل او طبي وسایل دي، خو ډیره بې غوري په کې شوې ده، نه هغوی فکر کړی دی، چې دغه مواد باید چاته وسپارل شي، څنګه ډیپو ته ولاړ شي، څنګه ثبت شي او نه هم خپله روغتون دغه کار کړی دی.″

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رییس وویل چې په کابل کې د ناټو ځواکونو له چارواکو غوښتي، چې له سردار محمد داود خان روغتون سره د شویو مرستو د څرنګوالي په اړه پوره معلومات ورکړي.

ښاغلي لودین وویل، چې د ناټو ځواکونو مسوولینو د همکارۍ سر ورته خوځولی، خو تر اوسه یې په دې برخه کې هیڅ ډول اسناد او مدارک نه دي ور سپارلي.

د سردادر محمد داود خان په روغتون کې د اختلاس په اړه د دغو تازه څیړنو په اړه مو چې د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر مسوولین وپوښتل نو هغوی ترې بې خبري وښودله.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

″دا پخوانۍ مساله ده، د ۴۲ ملیونو ډالرو مساله. بله کومه نوې مساله نشته، لودین صیب نه دي ویلي، چې درمل نشته یا بل څه نشته. هغه خو پخوانۍ مساله ده، ډیره زړه مساله ده.″

په ۲۰۱۰ کال کې په سردار محمد داود خان روغتون کې د ۴۲ ملیونو ډالرو په ارزښت د هغو درملو او طبي وسایلو د ورکیدو راپور ورکړل شو، چې ناټو ځواکونو له دې روغتون سره مرسته کړې وه.

په دې پيښه کې د هغه وخت د دفاع وزارت د روغتیايي چارو رییس جنرال ضیا یفتلي او ځینې چارواکي ښکیل وبلل شو.

خو جنرال یفتلي او همکارانو یې دغه تورونه په کلکه رد کړي و.
XS
SM
MD
LG