د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول قطر ته ځي. دا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلو له خبرې وروسته لومړي ځل دی، چې يو افغان چارواکی قطر ته سفر کوي.
کله چې د ليندۍ مياشت په وروستيو کې دا خبر د قطر په مرکز دوحه کې خپور شو، چې هلته به طالبان د سولې د خبرو لپاره سياسي دفتر جوړ کړي. کابل خپل سفير له دې هيواده اعتراضاً وايست او ويې ويل، چې بايد وار له مخه افغانستان پر موضوع خبر وای.
د رپوټونو له مخې زلمي رسول به په دوحې کې د دې سفر په ترڅ د طالبانو د سولې مساله وڅيړي.
د طالبانو د واکمنۍ په وخت د ″امربالمعرف او نهي عن المنکر″ وزير ″مولوي قلم الدين″ چې اوس په افغانستان کې د سولې د عالي شورا غړی دی، وايي په قطر کې د سولې هڅې بايد ټولې خواوې بريالۍ کړي:
″يو مثبت ګام دی، چې اخيستل شوی، د دې مثبت ګام لپاره ټولو طرفونو ته ضروري ده، چې اعظمي استفاده ترې وکړي، که هغه همسايګان دي، که هغه د داخل د افغانستان زموږه خلک دي، حکومت يا اپوزسيون دي او يا خو ناټو ده. له دې فرصت نه بايد په اعظمي توګه استفاده وشي، ترڅو دا کامياب کړاي شو.″
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن هم د يو شمېر رپوټونو له مخې په دوحې کې نژدې دوې مياشتې مخکې له طالبانو سره اړيکي ټينګ کړي وو؛ چې بيا يې د کابل چارواکي هم له دې خبرو خبر کړل.
د ګراسمن له خبرو وروسته افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د سولې د خبرو ملاتړ په دې شرط وکړ؛ چې امريکايان به يوازې د روغې جوړې لپاره لاره هواروي او اصلي خبرې به بيا له افغان حکومت سره کيږي.
طالبانو د جدي په دوهمه اونۍ کې اعلان وکړ، چې د امريکا له متحد ايالاتو سره يې په قطر کې اړيکي نيولې دي او هلته د يوه دفتر د پرانيستو په برخه کې ابتدايي توافق ته رسيدلې دي.
طالبانو په يوې اعلاميې کې هغه مهال وويل، په داسي حال کې چې مونږ په افغانستان کې قوي حضور لرو، دا مهال حاضر يو، چې له افغانستانه بهر يو سياسي دفتر پرانيزو او له نړيوالې ټولنې سره خبرې وکړو.
د طالبانو تر اعلان څو اونۍ وروسته د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني قطر ته ولاړ او هلته يې د قطر له امير شيخ حمد بن خليفه الثاني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
اوس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير غواړي، چې د راتلونکو لسو ورځو په ترڅ کې دوحې ته ولاړ شي او د قطر له چارواکو سره د سولې په اړه وغږيږي.