د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

جنرال ظهیر الاسلام د پاکستان د استخباراتو نوی مشر شو


د پاکستان د استخباراتو نوی رییس جنرال ظهیرالاسلام
د پاکستان د استخباراتو نوی رییس جنرال ظهیرالاسلام
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ددې هیواد د مشهورې استخباراتي ادارې ISI لپاره نوی مشر وټاکه.

په هغه اعلامیه کې، چې د صدراعظم له دفتره رسنیو ته رسیدلې راغلي، چې جنرال ظهیر الاسلام د جنرال شجاع پاشاه پرځای د ISI نوی مشر وټاکل شو.

ټاکل شوې جنرال پاشاه د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸ د خپل عسکري خدمت تر پوره کیدو وروسته تقاعد شي.

جنرال ظهیر الاسلام دا مهال په کراچۍ کې د پنځم قول اردو قوماندان دی.

د نوموړي په باب ویل کیږي، چې د دې هیواد یو له باتجربه جنرالانو څخه دی او له ISI سره اوږده کاري تجربه لري.

د اعلاميې له مخې جنرال ظهیر به د مارچ پر نولسمه په رسمي توګه خپله نوې دنده ترلاسه کړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني پر ملکي ادارې فشار راوړی، څو د جنرال پاشاه کاري موده تر راتلونکیو څو نوروکلونو پورې تمدید کړي.

بل خوا د اپوزیسیون ډلو د جنرال پاشا د احتمالي تمدیدېدا پر وړاندې سخت غبرګون وښود او له صدراعظمه يې وغوښتل، چې د دې ادارې لپاره نوی مشر وټاکي.

په دې وروستیو کې د ″ای. اېس. ای″ پر مشر جنرال پاشا د سیاسي و مذهبي ډلو نیوکې زیاتې شوې وې.

د اپوزیسیون ډلو پر نوموړي اعتراض کاوه، چې ولې يې په پاکستان کې د امريکا د استخباراتي مسوولینو یا جاسوسانو په مخنيوي کې غفلت کړی.

د ریمنډ ډېوېس په نوم د ″سي. ای. اې″ یوه قراردادي په لاهور کې دوه تنه پاکستانیان ووژل، چې بیا وروسته د یوې پټې معاملې له مخې خوشې شو.

د تیر کال په مۍ میاشت کې د امريکايي ځواکونو له لوري په ایبټ اباد کې د اسامه د وژنې پيښې پر نوموړي اعتراضات نور هم زیات کړل.

د سیاسي ډلو غوسه لا نه وه سړه، چې په دې وروستیو کې منصور اعجاز نومي یوه پاکستاني الاصله امريکايي ادعا وکړه، چې د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري په امريکا کې د خپل سفير په لاس د ده په مځنګړتوب له امريکا نه په پاکستان کې د احتمالي کودتاه د مخنیوي غوښتنه کړې.

وروسته داسې راپورونه هم مخې ته راغلل، چې د ″ای. اېس. ای″ مشر جنرال پاشاه په یوه اروپايي هیواد کې د دې موضوع په باب له منصور اعجاز سره مخامخ کتلي.

پاکستاني سیاستوال په دې غوسه وو، چې جنرال پاشا د ″ای. اېس. ای″ حیثیت زیانمن کړی، د دوی په خبره که جنرال پاشاه له هغه نه معلومات ترلاسه کول نو خپل یو د ټيټې رتبې مامور به یې ورلیږلی و.

″ای. اېس. ای″ ته نوی مشر په داسې حال کې ټاکل کیږي، چې دا اداره له تیرې څه مودې راهیسې تر سختو کورنیو او بهرنیو فشارونو لاندې ده.

″ای. اېس. ای″ په نړۍ کې یوه خطرناکو استخباراتي اداره ګڼل کیږي، دغه اداره که څه هم په رسمیاتو کې د صدارعظم تر واک لاندې ده، خو په حقیقت کې د ملکي حکومت د دې ادارې له مشورې او اجازې پرته هيڅ ډول ګام نه شي پورته کولی.
XS
SM
MD
LG