د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

پاکستاني طالب قومندانان د خپل منځي اختلافاتو د حل هڅه کوي


په خیبر پښتونخوا کې تر یو څو میاشتو نسبي ارامي وروسته یو ځل بیا بمي چاودنې او ځان وژونکې حملې پیل شوي دي.

له همدې امله د سیمې د خلکو په منځ کې دا بیره پیدا شوې ده، چې طالبان به یو ځل بیا وسلوال عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د طالبانو قومندانان د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو هلې ځلې کوي.

د طالبانو یو قومندان چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې ده، د یو نامعلوم ځای څخه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې، د طالب قومندانو تر منځ د خبرو اترو د اجنډا یوه مهمه موضوع دا ده چې څرنګه یوه واحده پالیسۍ جوړه کړي؟

د اژانس په وینا د پاکستاني طالبانو تحریک د رقیبو قومندانانو یو کنفیډریشن ته ورته دی.

په دوي کې اختلافات وروسته له هغه رامنځ ته شول کله چې درې کاله وړاندې د دې تحریک بنسټ ایښودونکی “ بیت الله محسود” د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د بیت الله محسود له وژنې څخه وروسته سمدستي د میحسدو د ټبر یو بل کس “حکیم الله میحسود ” چې یو بنسټپال ځوان دی د د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

حکیم الله میحسود هڅه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان، له القاعده سره یوځای کړي، په دغه هېواد کې د حکیم الله په مشري تر ټولو خونړي عملیات او ځان وژونکې حملې لا اوس هم دوام لري.

د راپورنو پر اساس د افغانستان د طالبانو مشر ملا عمر د تحریک طالبان له قومندانانو وغوښتل، چې خپلې حملې بندي کړي، ځکه د ده ډله غواړي په افغانستان کې د سولې د بهیر د پيل په درشل کې د امریکایانو سره د اعتماد د فضا رامنځ ته کیدو په هکله خبري وکړي.

خو یوازنی کس چې دغه غوښتنه یې رد کړه هغه د پاکستان د طالبانو د تحریک قومندان “حکیم الله میحسود” و همدا کار د هغه او د دې تحریک د یوه ډیر پخواني قومندان “ولي والرحمان” تر منځ اختلاف رامنځ ته کړ.

داسې ښکاري چې د تیري یکشنبې په ورځ د “حکیم الله میحسود” د مرستیال “مولوي قفیر محد ” د لیرې کولو پر سر هم د “ولی والرحمان” او “میحسود” تر منځ اختلافا ت رامنځ ته شوي دي، ځکه چې “فقیر محمد” “ ولي والرحمان” ته نیژدې کس و.

د فرانسې خبري اژانس د “ولی والرحمان” د ډلې د یوه قومندان له قوله لیکې چې د دغو خبرو دوهمه موضوع د پاکستان له حکومت سره خبرې کول دي.

نوموړي ویلي دي، موږ کوښښ کوو چې لومړي خپل منځي تنازعات لیري کړو، وروسته به د پاکستان له حکومت سره د خبرو پر موضوع غور وکړو.

قومندان زیاتوي، هرڅوک غواړي چې د “حکیم الله میحسود” او “ولي والرحمان” تر منځ جدي اختلافات پای ته ورسیږي.


اژانس زیاتوي د پاکستاني طالبانو مشرتابه څو ځلي د افغانستان د طالبانو له استازو او د حقاني شبکې له وسلوالو سره غونډي کړي دي او د یو والي هڅي یې کړي دي ، خو قومدانان د امریکا د بې پيلټو الوتکو د حملو له بیري په دوامداره حرکت کې دي.

د پاکستاني طالبانو یوې بلي منبع هم د فرانسې خبري اژنس ته ویلي دي چې د قومندانانو تر منځ څو واره غونډي سوي دي، اما دوی د بې پیلوټو الوتکو له وهمه په یوه ځای کې دوامداره ناسته نه سي کولای.

پاکستاني مقامات په دې عقیده دي چې تحریک طالبان پاکستان د حکومت د سختو عملیاتو او امریکايي بې پيلوټو الوتکو دحملو په نتیجه کې تر بل هر وخت کمزوره سوي دي او ددوی قومندانان پاشلي دي ځيني یې په پاکستان او ځيني يې په افغانستان کې اوسي، او د دوي تر منځ رابطي لږ شوي دي.
XS
SM
MD
LG