د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۴

د انګلستان ۶سرتیري په هلمند کې لادرکه دي


د انګلستان دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، شپږ عسکر یي د افغانستان په جنوب کې لادرکه شوي او ممکن وژل شوې وې.

په دې توګه په افغانستان کې د وژل شوېو انګلیسي عسکرو شمېر له څلور سویو پورته شو.

د انګلستان د دفاع وزارت ویاند ډګرمن ګورډن مکینزي وویل: “په خواشینې سره دا راپور ورکوم چې زموږ ۶ عسکر لادرکه دي او ګمان کیږي چې د یوې ګزمې پرمهال وژل شوي دي”.

د انګلستان دفاع وزارت وایي، د عسکرو د ګزمې زغره واله وسیله د سه شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې په یوه ښخ شوي ماین وختله.

وزارت زیاته کړه، د عسکرو کورنیو ته د پیښې خبر ورکړ شویدی.

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون وایي، دا د هیواد لپاره د سخت خپګان ورځ ده:

“دا زموږ د هېواد لپاره د سخت خپګان ورځ ده او البته د مربوطو کورنیو لپاره هم د ستر خپګان ورځ ده.

دا په افغانستان کی زموږ د کار کولو ستره بیه او زموږ د عسکرو دوام داره قربانی ده.

زه باور لرم چې دا کار دلته په هیواد کي زمونږ د ملي امنیت لپاره مهم دی، خو دا کار باید چې تر ډېره حده د افغان ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي او مونږ انتقال ته سترګې پر لار یو. نن مونږ باید د یادو عسکرو د کورنیو او د هغوي د ضایعاتو په اړه فکر وکړو”.


د دغو شپږو عسکرو له پیښې مخکي، له ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې د وژل شویو انګلیس عسکرو شمېر ۳۹۸ ته رسیدلی و.

که چیري دا پیښه او د عسکرو مړینه تائید شي نو دا به په یوه ځل یا یوې حملې کي د دومره زیات شمېر انګلیس عسکرو وژنه لومړۍ پیښه وې. په ۲۰۰۶ کال کي د یوې الوتکې د غورځيدو په پیښې کي ۱۴ انګلیس عسکر وژل شوي وو.

د انګلستان دفاع وزیر فلیپ هاموند وایي، پدي پیښې سره به انګلیس ځواکونه په افغانستان کی د ناتو ماموریت کي له ګډون او برخې اخیستنې څخه ونه وبیریږي.

ده زیاته کړه، ددغې پیښې عاملین په ټینګه غندي او هغوي به د هغه ماموریت په بي لارې کولو کی بریالي نشي چې زمونږ په هیواد کي زمونږ د ملي امنیت ساتنه کوي او به هلمند ولایت کی واقعې پرمختګ رامنځ ته کوي.
د انګلستان دفاع وزیر دغه راز وویل، دا حمله ځکه شوې چې زمونږ وسله وال ځواکونه د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره په ګډه د داسي افغانستان لپاره کار کوي چې په خپلو به ودریږي.

د انګلستان د پوځ لوي درستېز جنرال ډیویډ ریچاردز وایي، دغولادرکه شویو عسکرو یوه خطر ناکه خو مهمه دنده پرمخ وړله.
XS
SM
MD
LG