د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معینیت د سیمي له هېوادو او نړېوالې ټولنې غواړي چې افغان حکومت سره دې د مخدروموادو پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.
د دې وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په هېواد کې د مخدرو موادو او د دې موادو د مرکزونو د له منځه وړلو هر اقدام باید افغان حکومت سره هم اهنګ شي.
ده وویل، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې لپاره د سیمي څلورو هېوادونو پر یوې موافقې خبرې کړي خو دا موافقه وروستی پړاو ته نه ده رسیدلې:
«د پاکستان، روسیي تاجکستان او افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د وزیرانو ترمنځ په مسکو کې د اطلاعاتو پر تبادلې توافق شوی وو، خو دې موافقې وروستی قانونی پړاوونه نه دي وهلي او د پلي کېدو تر ځایه نه دي رسیدلي.»
ځینو رسنیو لیکلي چې روسیه او پاکستان غواړي په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو عملیات وکړي.
د رسنیو راپورونه دا هم وایي، چې پاکستان په دې هکله یوه کاري ډله تنظیم کړې او د روسیي استازي هم اسلام اباد ته لیږل شوي.
د کورنیو چارو وزارت د مخدروموادو پر ضد د مبارزې مرستیال وایي، افغان حکومت د دې موادو پر ضد د مبارزې په لار کی د یو هېواد مخالفت هم کوي، خو د افغانستان د حکومت له مشورې پرته یي دا تکل سمبولیک او نا ممکنه ګڼي:
«روسیه او پاکستان چې مذاکرې کوي او غواړي په افغانستان کې د مخدروموادو پر ضد ګډ عملیات پیل کړي، د سیمو ترمنځ د واټن په پام کې نیولو سره دا عملیات ناممکن دي، ځکه چې د پاکستان او روسیي ترمنخ فاصله ډیره ده، دا هېواد ونه کولای شي، یو تر بله کره اطلاعات تبادله کړي.»
ښاغلي احمدي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د دې موادو ضد مبارزه کی دې، له دوي سره دپولیسو په روزلو او دظرفیتونوپه لوړولو کی مرستې وکړی .
سره له دی چی دا وزارت په دی برخه کی د مبارزی د تیزیدو خبری کوی خو دنړیوالو موسسو راپورونه وایی چی افغانستا ن اوس هم دنړی دوه نوی فیصده مخدر مواد تولیدوي.
راپورخان محمدسیند