د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ولسمشر کرزی د سترایژیک سند په اړه د امریکا له سفیر سره ګوري


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
یو افغان چارواکی وايي، د افغان ولسمشر او په دې هیواد کې د امریکا د سفیر تر لیدلو وروسته به، د کابل او واشنګټن تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیک په اړه خبرې څرګندې شي.

دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر حامد کرزی به له ریان کراکر سره د هغو راپورنو په اړه چې وايي، دغه خبرې ځنډېدلي او د دې اوږد مهاله تړون په اړه به ورسره نوري خبري هم وکړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي چې د دوشنبې په ورځ یې خبریالانو ته معلومات ورکول، د دغو راپورنو په اړه څه ونه ویل.

جانان موسی زي یو ځل بیا د افغان حکومت پر پخواني دریځ ټینګار وکړ.

“افغان حکومت له امریکا سره چې د افغانستان تر ټولو مهم او لوی نړیوال ملګری دی، ورسره د اوږد مهاله اړیکو د یوه تړون د لاسلیک پوره ژمنتیا لرو.

ولې لکه څنګه چې مخکې مو په تکرار سره ویلي، افغان حکومت غواړي له امریکا سره داسې یو تړون لاسلیک کړي، چې هغه د اوږده مهال لپاره وي او په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت ته پوره درناوی په نظر کې نیول شوی وي.”

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوه، چې امریکا د افغان حکومت د هغو فشارونو له امله چې په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو بندیدل او افغان حکومت ته د بګرام زندان ورسپارل دي، له افغان حکومت سره د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیک کولو په اړه خبري ځنډولي دي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو پوهان بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله سټراټیژیکو اړیکو پر ژر جوړولو ټینګار کوي.

محمد یونس فکور وايي، چې د افغان حکومت تر شرطونو د سټراټیژیک تړون اوږد مهالي ګټې د افغانستان لپاره مهمې دي.

“زموږ لپاره ضرور ده، چې د همکاریو یو تړون لاسلیک شي، دا شرطونه د یاد تړون په مقابل کې د دې هم نه دي، چې په هغه کې د افغانستان لپاره مهم اړخونه لري.

د سپږې لپاره سړی پوستین اورته نه وراچوي، یعنې د دغو درو کوچنیو شرطونو لپاره په تړون کې اقتصادي مرستې دي، د ځواکونو روزنه، د پوځ وسله وال کول، زموږ څخه ملاتړ او دلته پانګه اچول دي، د افغان حکومت فشارونه دي نه د نړیوال له خوا.”

له امریکا سره د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیک کولو په اړه د خبرو د ځنډ راپورونه داسي وخت خپریږي، چې ځني نور راپورنه بیا وايي، چې ولسمشر کرزی د لویدیځ تر فشار لاندې دی، چې د شیکاګو تر غونډې مخکې دي دغه تړون لاسلیک کړي.

د ارګ ماڼۍ چارواکو هم دغه راپورنونه منلي.

بل خوا د راپورونو له مخې د افغانستان دوه ګاونډیان ایران او پاکستان چې د کابل او واشنګټن تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون په اړه له لوموړي سره مخالف دي، ډیره هڅه کوي، چې افغانستان او امریکا په دې اړه کومي پرېکړي ته ونه رسیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG