واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په څه ډول د افغانانو اعتماد بیرته ترلاسه کولای شو، ترسرلیک لاندې یو تحلیلی مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکوال د امریکا د پوځ جګړن لوجان فرناندو، چې تیر کال یې په هلمند کې خدمت کاوه، لیکي، د پوځي منصبدار په توګه په افغانستان کې د ده وظیفه دانه وه چې پر پالیسی بحث وکړي، خو تیر کال د خدمت په موده کې یې په دې هېواد کې د افغانانو د اعتماد د ترلاسه کولو په لاره کې د پرتو ستونزو په باب ډیرې تجربې ترلاسه کړی دی.
جګړن فرناندو لیکي، ده په یوی کوچیني خاصې عملیاتي ډله کې چې په کې د ادارو متخصصینو او هغو امریکایي منصبدارانو چې په پښتو او دري ژبو یې خبرې کولای شوی، شامل و او له ایتلافي ځواکونو سره په دې هېواد کې له افغان جزوتامونو سره یوځای د روزنې او مشورې ورکولو ترڅنګ د هغوي ستونزې اوریدې خدمت کاوه.
دی وایي، کله به هم د دوی ږیرې رسیدلی وې او د افغانانو په یونوفورم کې به په پوځي وسیلو کې نه بلکه په فورډ رانجر موټرو کې په لیرې پرتو سیمو کې له پوځي اډو دباندې ګزمې کولی ترڅو په دی اړه چې افغان عسکر د خپلو لویدیځو متحدینو په اړه څه ډول احساس کوي معلومات ترلاسه کړي.
واشنګټن پوست وړاندې لیکي، د ناتو په پوځي اډه کې په وروستیو کې د قرانکریم د سوځولو له پیښې سره په تړاو د راپورته شوي تاوتریخوالي وروسته اوس یواځې دی نه دی چې په افغانستان کې د پوځي سلاکارانو د راتلونکې په اړه اندیښمن دی بلکه له ډیرو نوروسره په دې برخه کې اندیښنی پیدا شوي دی.
له دې لیکنې سره سم قرانکریم ته د سپکاوي پیښې چې پنځه امریکایي پوځیان یي مسول پیژندل شوي او له هغې وروسته خونړېو مظاهرو او د امریکایي پوځیانو وژنې د افغانانو او امریکایانو ترمنځ د بې باوري بحران په ډاګه کړی دی.
واشنګټن پوست لیکي، د دې لپاره چې بیرته دغه اعتماد احیاشي موږ ته پکارد ه چې یواځې پرطالبانو تمرکز ونکړو بلکه د ایتلافی ځواکونو په اړه د افغان امنیتي ځواکونه هغه انګیرنه بدله کړوچې ګواکې بهرني ځواکونو په افغانستان کې اسلام ته زیان رسوي.
ګارډین:
بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼه د افغانستان او امریکاترمنځ د اوږد مهاله همکاریو د سند په وړاندې د پرتو ستونزو په باب په یوه مطلب کې لیکي، د افغان ولسمشر هغه ټینګار، چې په دو مسلو کې له امریکا سره روغه جوړه نه کوي، په دی هېواد کې د امریکا د اوږدې مودې پوځی حضور په اړه د شرایطو د منل کیدو هیلې مړاوې کړي او ګمان نه کیږي چې په دې برخه کې به د مۍ ترمیاشتې پورې چې د نهایي موافقې لپاره وروستۍ غیررسمي نیټه تعین شوې، د پام وړپرمختګ وشي.
واشنګټن او د هغه متحدین په می میاشت کې په شیکاګوکې د ناتو له غونډې مخکې غواړي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ سترتیژیک سند لاسلیک شی.
خو د ګارډین په وینا د ولسمشر کرزي دوغوښتنو چې امریکاباید زندانونه افغانانو ته وسپاري او د شپې له خوا د افغانانو پرکورونو عملیات پای ته ورسوي، د دغه سند په اړه خبرې له خنډ سره مخامخ کړی دي.
ورځپاڼې د لویدیځو چارواکو په وینا لیکلي چې لومړی شرط عملي ندی خو دوهم د پوځي هڅو په ترڅ کې د روغی جوړې وړدی.
ګارډین د یوه افغان لوړرتبه چارواکې په حواله چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږ دمهاله همکاریو د سند په اړه د روانو خبرو په باب خبردی، وایي، که امریکایان په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي اود افغانستان د حکومت شرطونه ونه مني، موږ به د هیواد ملي حاکمیت ته په پام سره په دې برخه کې روغې جوړې ته غاړه کښینږدو.