امریکايي مقاماتو د یکشنبې په ورځ هڅه وکړه، چې افغان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړی چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکايي سلاکارانو له وژل کېدو او له پرله پسې امریکايي ضد مظاهرو سره هم، په دې هېواد کې له تروریزم سره روانې جګړې ته متعهد دی.
د نیویارک ټایمز په حواله، دې ته په پام چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پروسه د افغان پولیسو او عسکرو د روزنې او څارنې له پلان سره تړلې ده، د سپینې ماڼۍ او د امریکا د دفاع د وزارت (پنټاګون) لوړ رتبه چارواکې له ممکنو ستونزو زیاتیدونکې اندیښنې څرګندوي.
د امریکا پوځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه باندې نه یوازې ډير کلونه تیر کړل بلکه ملیاردونه ډالر یې هم ولګول، خو لا هم په دې امنیتي ځواکونو کې د داسې پولیسو او عسکرو شمېر په خطرناک حد کې لوړ دی چې اتکا نه شي پرې کیدلای.
د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي د ناټو او امریکايي ځواکونو پر مامورینو پرله پسې مرګونې حملې کوي، چې د بې باوری دا فضا لا پراخوي.
داسې خال خال حملې پخوا هم ترسره کیدې خو په ورځو کې په بیساري ډول زیاتې شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي، د یکشنبې په ورځ د یوه اعتراض کونکې له خوا د لاسي بم په حمله کې لږ تر لږه شپږ امریکايي عسکر زخمیان شول.
په افغانستان کې د تیرې یوې اونۍ مظاهرو او اعتراضونو د افغانانو او امریکايانو ترمنځ زیاتیدونکې مشکلات چې په ځيني مواردو کې د مخامخ دښمنۍ ترحده عمیق وو، څرګند کړل.
دا د هغې ستراتیژۍ په وړاندې د موجودو خطرونو څرګندونه هم کوي چې له امریکایانو غواړي چې له افغان ځواکونو او خلکو سره له نږدې همکاري او ګډ ته دوام وکړي.
یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکې نیویارک ټایمز ته ویلي، چې داسې ناکرارۍ شاید وضعیت پیچلی کړي خو د دوي هغه اساسي پلان نه شي متاثره کولای چې هدف یې له افغانستانه دعسکروایستل او په مقابل کې یې د خاصو عملیاتي قواوو له خوا د افغان ځواکونو روزل دي. په دې ډول به افغان ځواکونه په خپل مټ له تشدد سره مبارزې ته دوام ورکړي او د تروریستانو د مشرانو د نیولو لپاره به عملیات کوي.
متحد ایالات همدا راز پلان لري، چې پر یوه اوږد مهالي پلان کار وکړي تر څو په ۲۰۱۴ کال کې څو په دې هېواد کې د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ماموریت پای ته رسیږي، د اړیکو د ټینګ ساتلو لپاره یو کاري چوکاټ ولري.
سپينه ماڼۍ، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه او نورې امریکايي ادارې به په روانه اونۍ کې په دې غور وکړي چې په راتلونکې پړاو کې څومره عسکر له افغانستان څخه وایستل شي.
ټاکل شوې، چې ولسمشر بارک اوباما د (مې) په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو د غړو هېوادونو د رهبرانو په کنفرانس کې دامسله اعلان کړي.
نیویارک ټایمز لیکې چې، تیره اونۍ د کورنیو چارو په وزارت کې پر امریکايي سلاکارانو تر حملې وروسته لس هاوو مشاورین په افغانستان کې له وزارت خانو څخه وایستل شول.
سره له دې چې دا اقدام موقت ګڼل شوې دی، خو چارواکو په دې اړه چې څرنګه اوږد مهالي تغیرات ښايي په پلان کې وي، له خبرو ډډه کړې ده.
یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکې نیویارک ټایمز ته ویلي چې، په افغانستان کې روانې ناکرارۍ به پر ټولو پلانونو ډیر منفي تاثیر ولري، خو د مسلې ډیر لا هم جوانب نه دي څرګند او اوسمهال دوی د ممکنو زیانونو پر کنټرول غور کوي.
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر راین کراکر د یک شنبې په ورځ د امریکا له (سي ان ان) ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي:
"د دې وخت لا نه دی را رسیدلی چې موږ ووایو چې په افغانستان کې مو کار خلاص شو. موږ باید دلته داسې شرایط رامنځ ته کړو چې، ډاډه شو چې القاعده بیرته نه شي را ګرځيدلای"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنتن په داسې حال کې چې په افغانستان کې د قران مجید د سوځیدو په پيښه خواشیني څرګنده کړه، په عین وخت کې یې ټينګار وکړ چې له دې سره تړلې ناکرارۍ په افغانستان کې د دوي سیاسي او پوځي هڅو ته زیان نه شي رسولای او د افغانستان د امنیت او ثبات د تامین لپاره هڅې باید جاري وساتل شي، خو یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکې نیویارک ټایمز ته ویلي:
"دې هدف ته د رسیدو لپاره زموږ تعهد ټینګ دی خو که چېرې افغانان چټک ګامونه وانخلي په تدریجي ډول ناکامیدلای شي."
نیویارک ټایمز لیکلي، چې یو شمېر امریکايي چارواکې په افغانستان کې د وروستیو ناکرارو په اوج کې د خلکو د ارامولو لپاره د ولسمشر کرزي له هڅو خوشحاله دي.
د امریکا د دفاع د وزارت یوه لوړ رتبه چارواکې ورځپاڼې ته ویلي : تر اوسه خو په خبرو کې ښه دي، اوس په دې پورې ارتباط لري چې پر ځای اقدام هم وکړي.