د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

پاکستان د امریکا په اړه خپله غونډه وځنډوله


د پاکستان په پارلمان کې هغه غونډه وځنډیده، چې د اسلام اباد او واشنګتن د اړیکو مساله په کې څیړل کېده.

د دواړو هېوادو ترمنځ د لیندۍ له لومړۍ اونۍ راهیسې چې په مهمندو ایجنسۍ کې د ناټو الوتکو څلرویشت پاکستاني عسکر ووژل اړیکې خړپړ شوې دي.

په وروستیو کې د امریکا د یوه سناتور له لورې د بلوچستان د تجزیه لایحه کانګرس ته وړاندې شوې چې دې مسالې د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم کړکېچن کړل.


د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي وایي، چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو مساله چې ټاکل شوې وه د پارلمان په ګډه غونډه کې به وڅيړل شي، د راتلونکې میلادي میاشتې تر لومړېو ځنډنۍ شوه.

د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سلیم سیف اله خان خبریالانو ته په اسلام اباد کې وویل، تمه ده چې دا غونډه د مارچ له دولسمې وروسته وشي. خو سناتور سیف اله خان داسې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادو اړیکو ته که وکتل شي نو ښایي د پارلمان غونډه نوره هم وځنډيږي.

په پاکستان کې د مشرانو جرګې د غړیو د ټاکلو لپاره انتخابات د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي او بیا د مارچ په یولسمه به انتخاب شوي کسان لوړه پرځای کړي له دې وروسته به بیا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې نوی مشر هم غوره شي.

مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر هیله څرګنده کړې وه چې د پارلمان کې د السلام اباد او واشنګتن د اړیکو مساله د فبروري په نیمایي کې وڅیړل شي خو اوس دا موضوع د پاکستان د مرکزي پارلمان د ملي امنیت کمیټې ځنډولې ده.

سناتورسلیم سیف اله خان د دوشنبې په ورځ وویل، که چیرته اوسنیو شرایطو ته پام و کړو نو دا هم ممکنه ده چې د پارلمان په ګډه غونډه کې د پاکستان او امریکا اړیکې نور هم کړکېچن شي.

پاکستان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي لاره له دریو میاشتو راهیسې تړلې ده او د امریکا یوه سناتور کانګرس ته د بلوچستان د خپلواکۍ لایحه وړاندې کړې ده.

د فرانسې د خبرې اژانس په وینا اوس که پاکستان دا لاره پرانیزي نو ممکن د نړیوالو ځواکونو پر اکمالاتو مالیه وضع کړي.

نړیوالو ځواکونو ته له نورو لارو اکمالات ګرانه پریوزي خو دغو پوځیانو اوس د افغانستان د شمال له لارې اکمالات زیات کړې دي.
XS
SM
MD
LG