د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۹

"د افغانستان دفاع او کورنیو چاورو وزیرانو د سفرد ځنډولو په اهمیت پوهیږم"


د متحده ایلاتو د دفاع وزارت یا د پینتاګون ویاند جورج لیټل د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د دفاع وزیر ښاغلي لیون پنیتا د دې خبرې په اهمیت پوهیږي چې ولې د افغانستان د دفاع او کورنیو چاورو وزیرانو دغه سفر وځنډوي.

ټاکل شوې وه، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره وویني.

خو په افغانستان کې د خشنوت له امله چې تیره اوونۍ په بګرام کې د امریکایي عسکرو له خوا د قران شریف د سوځیدو په خاطر رامنځ شو، هغوي لازمه وګنله چې له افغانستان څخه دباندې سفر ونه کړي، ښاغلي لیټل وویل:

"د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران د نورو لوړ رتبه مقاماتو په شمول روانه اوونۍ د افغانستان په حکومت کې له نورو مقاماتو او د افغانستان له مذهبي مشرانو سر په دغه هېواد کې د ایساف د پرسونل د امنیت د ساتلو او د خشونت د له منځه وړلو پر لارو چارو سلاح مشورې کوي."

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر اساس د تیرې اوونۍ په خونړېو مظاهرو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ښاغلي لیټل زیاته کړه، چې د امریکا د دفاع وزیر پنیتا هیلمن دی چې په نژدې راتلونکي وخت کې به له دوي سره په پینتاګون کې ملاقات وکړي.

د افغانستان د دفاع و زارت یو ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو سره په خبرو کې امریکا ته د ښاغلي عبدالرحیم وردګ د سفر د ځڼډ خبره تائید کړه، خو نور جزئیات يي ورنه کړل.

د امریکا سفیر راین کراکر د یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه سره له دې چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د طالبانو له خوا دوه امریکایي صاحب منصبان ووژل شول، خو دوي به دوه برابره هڅې وکړي چې داسې اوضاع رامنځ ته کړي څو القاعده ونه کړای شي بیا دغه هېواد ته راشي.

د دوو امریکايي لوړ رتبه صاحب منصبانو له وژل کېدو وروسته ناټو د یکشنبې په ورځ د افغانستان له وزارتونو څخه خپل ټول مشاورین وایستل.

طالبانو د دغو امریکايي صاحب منصبینو د وژلو مسؤلیت پر خپله غاړه اخیستی دی، خو د دې پېښې پړه د کورنیو چارو په وزارت کې دننه د استخباراتو پر یوه مامور اچول شوې.

په افغانستان کې فعلاً د ۹۰ زوره په شاوخوا کې امریکايي عسکر موجود دي ښايي، چې د رانوي کال په مني کې دغه شمیره ۶۸ زروه ته راکښته شي.

ځیني افغان او امریکايي مقامات په دې عقیده دي چې په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه چې د امنیت د چارو مسؤلیت افغان اردو او پولیسو ته وسپارل شي امریکا به بیا هم په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور وساتي.
XS
SM
MD
LG