د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په شمالي وزیرستان کې یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځېدلې ده


د پاکستان په قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې دولتي مقاماتو د یوې مشکوکې بې پيلوټه امريکايي الوتکې د نسکوریدو خبر تائيد کړ.

په سیمه کې یوه دولتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم اوغږ يې خپور شي رسنیو ته وویل، چې دا الوتکه تیره شپه ماخوستن مهال پر سیمه ييز شاوخوا اته بجې نسکوره شوې.

یوه ځايي استخباراتي مسوول وویل، بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان د دویم لوی ښار میرعلي په مچي خیلو نومي سیمه کې غورځيدلې.

مچي خیل د میرعلي بازار ته نژدې سیمه ده، خو سرچینه زیاتوي، چې الوتکه په یوه میداني سیمه کې غورځيدلې او د سیمې خلکو ته يې هیڅ زیان نه دی رسولی.

دغه مقام، چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل، له لومړنیو شواهدو ښکاري، چې دا الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځيدلې.

نوموړي په دې پيښه کې د هر ډول برید له تائيدولو انکار وکړ.

بلخوا د پاکستان وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې الوتکه دوی نسکوره کړې.

احسان الله احسان، چې ځان ددې ډلې ویاند معرفي کوي له ناڅرګند ځایه د تلفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې الوتکه ددوی د وسله والو له خوا ویشتل شوې.

نوموړي ادعا وکړه، چې الوتکه يې په هغو وسله ویشتلې، چې له وړاندې يې لرلې.

استخباراتي سرچینو د طالبانو د ادعا په باب ویلي، چې ترلاسه شوي شواهد ښيي، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې او د برید هیڅ ډول علایم نه ترسترګو کیږي.

بلخوا AFP خبري اژانس راپور ورکړی، چې امريکايي مقاماتو په شمالي وزیرستان کې د یوې بې پيلوټه الوتکې سقوط تائید کړی، خو په دې پيښه کې د وسله والو طالبانو هر ډول لاس درلودل يې رد کړي او ویلي، يې دي، چې دا الوتکو د تخنيکي ستونزو له امله غورځيدلې.

په تیرو دوو کلونو کې دا دویمه بې پيلوټه الوتکه ده، چې په وزیرستان کې سقوط کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۰ ميلادي کال په لومړيو کې په همدې قبائلي اجنسۍ کې یوه ورته الوتکه غورځیدلې وه.

هغه مهال هم ویل شوي و، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځيدلې، خو طالبانو په ورته ادعاکې د پيښې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

شمالي وزیرستان د پاکستان هغه قبائلي سیمه ده، چې په تیرو شاوخوا اتو کلونو کې تر ټولو زیات د بې پيلوټه الوتکو بریدونه پرې شوي.

لویديځ هیوادونه دا سیمه د القاعده شبکې، حقاني ډلې او د بیلابیلو سخت دریځو پاکستاني وسله والو اصلي مرکز ښيي.

ویل کیږي، چې په دې سیمه کې په زرګونو وسله وال موجود دي.
XS
SM
MD
LG