د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

″ولسمشر کرزی د بګرام له پېښې ګټه پورته کول غواړي″


د بريتانيا دوو ورځپاڼو ټايمز او ټيلګراف د بګرام په پوځي مرکز کې د قرانکريم د سوځېدو او د هغه په اعتراض کې د مظاهرو په اړه تبصرې کړي.

ټيلګراف ورځپاڼه وايي، چې ولسمشر کرزي له دې مسالې څخه په استفادې سره د بګرام د محبس د ورسپارلو خبره مطرح کړه.

دا ورځپاڼه وايي، چې کرزي په ځلونو د افغانستان حکومت ته د بګرام د محبس د ورسپارلو غوښتنه کړې. په دې محبس کې په سلګونو طالب بنديان ساتل کېږي.

ښاغلي کرزي د امريکا د دفاع وزير مرستيال اشتن کارټر ته وويل، هر څومره چې تاسو د بګرام محبس د انتقال کار ژر وکړئ په هماغه اندازه به ستاسو ستونزې او ناوړه پېښې کمې شي.

ټايمز ورځپاڼې هم په همدې موضوع ليکنه چاپ کړې او په عين حال کې يې يادونه کړې، چې ولسمشر کرزي د دې زندان د انتقالولو لپاره وروستۍ نېټه راتلونکې مارچ مياشت ټاکلې ده.

ډېرو نورو لوېديځو ورځپاڼو په بګرام کې د امريکايي پوځيانو له لوري د قرآنکريم د سوځېدو او پر دې پېښې د افغانانو د اعتراضونو او تشدد په اړه ليکنې خپرې کړي خو واشنګټن ټايمز امريکايي ورځپاڼه د افغانستان په اړه له دې يوه متفاوته موضوع لري.

دې ورځپاڼې په ټولنه کې د طالبانو د جلب وجذب په اړه په يوه لنډ راپور کې د ايساف د چارواکو له قوله کښلي، چې په ټولنه کې د پخوانيو ياغيانو د بېرته يوځای کېدو پروګرام کار ورکوي.

په ټولنه کې د بيا يوځاي کېدو د پروګرام بريتانوي مسوول تورنجنرال ډيويډ هوک وويل، دا وخت په دې پروګرام کې، چې د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې پيل شو، نژدې درې زره سل تنه پخواني ياغيان شامل شوي دي.

د ده په وينا يوازې اووه تنه بېرته له ياغيانو سره يوځاي شوي او د پنځه ويشت تنو نورو په اړه تحقيقات دوام لري.

بريدجنرال هوک، چې د افغانستان د سولې او جلب و جذب پروګرام څاري، باور لري چې دا پروګرام نتيجه ورکوي.

د ده په وينا د دسمبر په مياشت کې دوولس سوه تنه د جلب وجذب له پروګرام سره يوځاي شول او له هغه وروسته سل نورو له جګړې لاس اخيستي او په دې پروګرام کې شامل شوي دي.
XS
SM
MD
LG