د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۴

پاکستان د افغانستان د ۱۱ کلنې جګړې په ختمولو کې مهمه ونډه لري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له خپلې امریکايۍ سیالۍ هیلري کلنټن سره.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له خپلې امریکايۍ سیالۍ هیلري کلنټن سره.
د امریکا د بهرنیوچارووزیره وايي، چې له خپلې پاکستانۍ سیالې سره یې خبرې رغنده وې. هیلیري کلېنټن او حنارباني کهر د هغه کنفرانس په حاشیه کې چې د سومالیا د راتلونکې په اړه د بحث لپاره پرون په لندن کې جوړ شوی و، په خپله کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو د رغونې لپاره به کار وکړي.

له کتنې وروسته مېرمن کلېنټن خبریالانو ته وویل، زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی او ډېر کارونه شته چې باید په ګډه یې ترسره کړو.

په لندن کې له کتنې مخکې د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې له واشنګټن څخه غوښتي وو، چې له پاکستان سره شفاف، پیاوړي او د اټکل وړ اړیکي ټینګ کړي.

مېرمن رباني کهر ویلي و، چې د پاکستان پارلمان اوس مهال د اسلام آباد او واشنګټن د اړیکو د بیاټینګښت په اړه په ډېر غور سره څېړنه کوي.

د رویټرزخبري آژانس د راپور له مخې مېرمن کلېنټن خپلې پاکستانۍ سیالې ته وویل، چې امریکا د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیاټینګښت په برخه کې د پاکستان د پارلمان د څېړنې اړتیا ته درناوی کوي، خو دې د دواړو حکومتونو ترمینځ د ګډ کار د پيل پر اړتیا ټینګار وکړ.

آژانس د یوه امریکايي مقام له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي، لیکي، چې کلېنټن رباني کهر ته وویل، امریکا په تېره له تروریزم سره د مبارزې او د سیمې اندېښنو ته د ځواب موندلو په څېر چې تر ډېره افغانستان هم په کې دی باید له پاکستان سره د ګډ کار پیل ته چمتو شي.

متحدایالات د افغانستان د یوولس کلنې جګړې په پای ته رسولو کې د پاکستان ونډه مهمه او اساسي ګڼي او امریکايي چارواکي په تېره له حقاني ډلې سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان همکاري غواړي، ځکه دا شبکه د ناټو او افغان ځواکونو لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي.

د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي تېرکال په مې میاشت کې وروسته له هغه د سوړوالي تر ټولو ټیټې درجې ته راولوېدل چې د القاعده مشر اسامه بن لادن د امریکايي کومانډو په خاصو عملیاتو کې ووژل شو او په دې پسې په نوامبر میاشت کې د ناټو په هوايي برید کې ۲۴ پاکستان پوځیان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG