د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د پاکستان د تابعيت ورکولو د دفتر کارکوونکو خپل دفترونه تړلي


د پاکستان د تابعيت ورکولو يا د شناختي کارډ د دفتر زرګونه کارکوونکې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په احتجاج دي او دفترونه يې تړلي دي.

دوى وايي، موقتي ورکړل شوې وظيفې دي يې پخې شي، که نه وي خپل احتجاج ته به دوام ورکړو، پرون په کوټه کې د دې دفتر کارکوونکېو د ښار سړکونه هم د احتجاج په توګه تړلي وو.

په بلوچستان کې د نادرا په نامه د شناختي کارډ يا تابعيت ورکولو د ادارې شاوخوا يوولس سوه مامورين له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کوټه کې په دې سړځګۍ کې د خپل دفتر مخ ته د احتجاج په توګه ناست دي او له حکومته غواړي چې د دوې وظيفې دې پخې کړي.

دوې د چارشنبې په ورځ په کوټه کې يوه ستره احتجاج مظاهره هم وکړه، د ښار لوى سړکونه يې وتړل، اورونه يې په کې بل کړل او شعارونه يې ورکړل.

د پاکستان د شناختي کارډ ورکولو د ادارې مامورين وايي، چې په ټول پاکستان کې د دوې د څوارلس زره مامورينو وظيفې دي پخې او مستقلې شي، وايي دوې له تېرو لسو کلونو راهيسې په دې دفتر کې کار کوي خو وظيفې يې پخې نه دي چې هر وخت له دندې د ګوښه کېدو ډار هم لري او د تقاعد له پيسو به هم بې برخې وي.

د بلوچستان غوندې له تېرې دوشنبې راهيسې د نادرا د دفتر دغو احتجاج کوونکېو مامورينو د پاکستان په کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او نورو ګڼو ښارونو کې هم احتجاج پيل کړى او دفترونه يې تړلي دي.
د پاکستان د شناختي کارډ ورکولو د ادارې مامورين وايي، چې په ټول پاکستان کې د دوې د څوارلس زره مامورينو وظيفې دي پخې او مستقلې شي
د پاکستان د شناختي کارډ ورکولو د ادارې مامورين وايي، چې په ټول پاکستان کې د دوې د څوارلس زره مامورينو وظيفې دي پخې او مستقلې شي

د نادرا په دفتر کې د خلکو د مالوماتو يا ډاټا د څانګې ايالتي مسوول شهريار خان وايي، ځينې تقاعد شوي پوځي افسران يې د وظيفو د پخېدو مخه نيسي:

"د پي اى اې، د رېلوې، د ملي بانک او د پاکستان ټلويزون ټول مامورين پاخه شول، خو زموږ په دفتر کې يوه ډله نه غواړي زموږ وظيفې پخې شي، زموږ احتجاج به تر هغه وخته دوام ولري، تر څو چې زموږ وظيفې پخې نه شي، له موږ سره د خلکو د ستونځو احساس شته، خو موږ هم د ولس برخه يو، په پاکستان کې زموږ د څورلس زره کسانو د کورونو اور په همدې وظيفو بل دى.

په احتجاج کوونکېو کې د نادرا د دفتر يو مرستيال منېجر عجب خان مندوخېل هم شامل دى، دى وايي که د نادرا د مامورينو احتجاج دوام ولري، نو د شناختي کارډ د دفتر د کارونو له امله به د پاکستان د اکثرو بانکونو، پاسپورټ دفتر، مخابراتي نظام او د امنيتي او استخباراتي ادارو د څارنې آنلاين سيسټم به ټول و درېږي:

"د نادرا هغه کارکوونکې چې په زحمت سره خلکو ته پېژندنه ورکوي، خپله له ورک برخليک سره مخامخ دي، له موږ سره د نورو وظيفو موقعې نه شته، پرلپسې لس کاله مو کار وکړ، اوس مو په مازې يو فرمان باندې له دندې ګوښه کوي، موږ په لږ تنخا کار کوو، تنخا مو دي همدا وي خو حکومت دي زموږ وظيفې پخې کړي."

د نادرا د مامورينو د احتجاج له امله د شناختي کارډ او پاسپورټ جوړولو کار ځنډېدلى چې له امله يې خلک له ستونځو سره مخامخ دي. کوټه کې د شناختي کارډ د دفتر مخ ته ولاړ يو ځوان سفرخان وايي غواړي شناختي کارډ او پاسپورټ جوړ کړي چې ايران ته په مزدورۍ پسې ولاړ شي، خو د شناختي کارډ دفتر د کارکوونکېو احتجاج يې په سفر کې ځنډ او خنډ پېښ کړى دى:

"شناختي کارډ جوړوم، نن څوومه ورځ ده له سهاره تر ماښامه د دفتر مخ ته ولاړ يم، ايران ته تلم خو شناختي کارډ چې جوړ نه کړم پاسپورټ نه را جوړوي، له حکومته مو دا غوښتنه ده چې د خپلو مامورينو غوښتنې ومني او زموږ ستونځې حل شي"

د نادرا احتجاج کوونکې مامورين وايي د پاکستان صدراعظم او د داخله چارو وزير په وار وار ورسره ژمنې کړي چې وظيفې به يې پخې شي، خو تر اوسه لا هم ورته بې ژمنې دي. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بلوچستان د نادرا د دفتر له مشر سره خبرې وکړو، خو بريالي نه شوو.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG