په تیر یوه کال کې د پاکستان او امریکا ترمنځ روابط د بل هر وخت په پرتله ترینګلې وو.
د دواړوهېوادونو رهبران په خاص ډول د افغانستان په مسله کې د همکاریو د پراختیا په لټه کې دي.
د نیشنل انټرست خپرونه وايي، چې پاکستان له ډیرې مودې راهیسې په دې ډاډه وو، چې امریکا او د دې هېواد متحدین په افغانستان کې نه شي بریالي کیدلای او په دې هېواد کې له تروریزم سره د امریکا جګړه د دې لامل ګرځيدلې چې پاکستان په خپل کور د سخت دریځو له تهدیدونو سره مخامخ شي.
په عین حال کې امریکايي چارواکې د پاکستان ادارې په دوه مخي تورونوي او وايي، چې له یوه لوري له امریکا سره لوژیستیکې او استخباراتي همکاري کوي او له بله پلوه د طالبانو ساتنه او ملاتړ کوي او ان په ځيني مواردو کې روزنه هم ورکوي.
په داسې حال کې چې په غالب ګمان، د افغانستان په موضوع کې، د اسلام اباد او واشنګټن ستراتیژیکو ګټو له پخوا تضاد درلود، خو دا مسله په وروستیو کې د افغانستان په مسله کې په یوه مهمه لوبه بدله شوې ده.
د طالبانو له لویو رهبرانو سره مذاکرې، د دواړو هېوادونو ګډ هدف دی، خو د دې خطر هم شته چې د ولسمشر کرزي په شمول د لوبې ځيني عمده غړي له دې پروسې څخه لرې پاتي شي.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پيل شوې ده، د افغان ځواکونو پر قابلیتونو ډير باور نه شته او دا ستونزه د دې لامل شوې چې د امریکا متحد ایالات د مسلې د سیاسي حل لپاره هڅې وکړي.
د نشنل انټرست په لیکنه، داسې انګیرل کیږي چې په افغانستان کې دیوه ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو نظریه، له پلان سره سم، له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لاره خلاصولای شي.
د خپرونې په حواله، پاکستان هم په افغانستان کې د قدرت له تقسیم سره علاقمندي لري.
که چېرې داسې توافق وجود ونه لري، افغانستان په اساني د کورنۍ جګړې ښکار ګرځيدلای شي چې په هغه کې به هند، ایران او روسیه د جبهې یولوری او پاکستان بل لوری وی.
د پاکستان پوځ د خپلو ګټو د تامین لپاره په افغانستان کې د ناټو په ضد د اعتراضونو موجودیت او طالبان د یوې قوې لپاره ساتلي دي.
خو په عین حال کې، واقعبین پاکستاني جنرالان په دې پوهیږي چې که چېرې طالبان قدرت ته ورسیږي د دوی له غوښتنو سره به مخالفت وکړي.
په همدې خاطر په افغانستان کې به د طالبانو یومخیز بری د پاکستان په ګټه نه وي ځکه پاکستان په خپله خاوره کې هم له طالبانو سره په لانجه کې ښکیل دی، ځکه نو په افغانستان کې یوه ایتلافي حکومت ته ترجیح ورکوي.
په قدرت کې د طالبانو نسبي حضور ته په دې سترګه کتل کیږي چې دلته به د هند د زیات نفوذ مخنیوي وکړي او هم به په پاکستان او شاوخوا سیمه کې د سخت دریځو د فعالیتونو د پراختیا مخ ونیسي.