د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

"له حده زیاتو هیلو د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې درندې کړي"


د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د پاکستان سفیره
شیري رحمان
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د پاکستان سفیره شیري رحمان
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د پاکستان سفیره وايي، له حده زیاتو هیلو د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې درندې کړي او ډیرې حساسي شوي دي.

شیري رحمان دا خبرې یې د رسمي څرګندونو په ترڅ کې د سولې لپاره د امریکا په انسټیټویټ کې وکړې.

د امریکا کانګرس د تروریزم ضد مبارزې کې د پاکستان د ژمنتیا او تهعد په اړه پرلپسې پوښتنې راپورته کوي او پاکستان بیا د ناټو د هغه برید له کبله په غوسه دی چې په قبایلي سیمو کې یې د تېر نومبر په میاشت کې ۲۴ پاکستاني سرتیري په بمبارۍ کې ووژل.

په امریکا کې د پاکستان نوې سفیرې شیري رحمان وویل، پاکستان د بنسټپالنې ضد مبارزه کې هیڅ کمۍ نه دی کړې خو ددې هیواد مشران او مدني ټولنه وخت او لازم ظرفیت ته اړتیا لري څو دا څپه په شا وتنبوي:

"ښه خبره دا ده، چې په دواړو خواوو کې زموږ څخه ډیر اوس فکر کوي، چې د دې وخت را رسیدلی څو دا اړیکې یو رغونکې، دومداره او شفاف پړاو ته داخلې شي.

داسې پړاو ته چې په کې متقابل اخترام ته ډیر ارزښت ورکړل شي، خو زه یو وار بیا وایم چې په دې اړه پریکړه زموږ په پارلمان پورې تړلې ده."

امریکا د نومبر د میاشتې د پېښې په اړه خواشیني ښودلې خو بخښنه یې نه ده غوښتې.

دوی د پېښې سبب د دواړو خواو ترمنځ د کافي هماهنګۍ نشتوالی بللې دی.
XS
SM
MD
LG