د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

د پاکستان پر قبایلي سیمو د ډرون حملې زياتېږي


د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو وروستۍ پرله پسې بریدونه ښايي ددې څرګندونه کوي چې دغو حملو یو ځل بیا شدت غوره کړی دی.

اسوشیټیډ پریس اژانس وايي تیر کال په مهمند اجنسۍ کې د ناټو په هوايي حمله کې د پاکستان د ۲۴ سرتیرو د وژل کیدو له پیښې وروسته د بې بیلوټه الوتکو حملې د ۶ اونیو لپاره بندې شوې وې.

په عین حال کې د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د لوړ رتبه استخباراتي مقاماتو په حواله وايي چې پر شمالي وزیرستان د بې بیلوټه الوتکې په وروستۍ حمله کې چې د پنجشنه سهار مهال وشوه د القاعده یو لوړ رتبه غړۍ چې په پاکستان کې د القاعده نوی مشر ګڼل کیده ،وژل شوی دی.

د پاکستان یوه امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي او په شمالي وزیرستان کې القاعده شبکې د بې پیلوټه الوتکې په تازه حمله کې د بدر المنصور وژنه تائید کړې ده.

راپورونه وايي چې بدر المنصور په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د روزنې د یوه کمپ مشري کوله او له هغه ځایه يې افغانستان ته وسله وال استول.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبد الباسط ددې هیواد په قبایلي سیمه باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه ،غندلي دي.

نوموړي وویل :

″دا حملې غیر قانوني او مونږ ته د منلو وړ نه دي ،دا زمونږ دریځ دی.″


سره له دې چې پاکستان دا حملي غندي او هغه د خپل ملي حاکمیت خلاف عمل ګڼي خو داسې باور کیږي چې اسلام اباد د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه له امریکا سره له وړاندې څخه په پټه
موافقه کړې ده.

که څه هم چې د متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو وروستیو مرکو د لومړي ځل لپاره په ښکاره د بې پیلوټه الوتکو پواسطه د (سي ای اې ) د پټو عملیاتو په اړه څرګندونې کړي دي.

خو نور امریکايي مقامات بیا ددې لپاره چې دا محرمانه معلومات دي په دې اړه زیات څه نه وايي.
XS
SM
MD
LG