د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

امریکا پاکستان ته د اړیکو د ښه کولو لپاره یو لوړ رتبه پوځي قومندان استوي


ټاکل شوې ده، چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جیمس ماتیس روانه میاشت پاکستان ته ولاړ شي، چې د بارک اوباما د ادارې د چارواکو په وینا دا به د ستراتیژیکې اړیکو د بیرته ښه کیدو لپاره چې له دومیاشتو راهیسي خرابې دي، لومړی ګام وي.

جنرال ماتیس به د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره وګوري او افغانستان پولي ته نژدې د پاکستان پر پوځي پوستو د ناټو د تیر کال د نومبر د برید په اړه د ترسره شوېو تحقیقاتو په باب به چې په نتیجه کې یې ۲۴ پوځیان ووژل شول، خبرې وکړي.

دوې به همدا شان د پولي په اوږدو کې د همکاري د هماهنګ کولو په نوېو مقرارتو هم وغږیږي چې بیا ورته پیښي تکرار نشي.

جنرال ماتیس لومړنی لوړ رتبه امریکایې پوځي چارواکې دی، چې له دغې پیښې وروسته اسلام اباد ته ځي.

ټاکل شوې وه، چې نوموړی خپل سفرد راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل کړی، خو ویل شوي چې د پاکستان په پارلمان کې له امریکا سره د پاکستان د نوي امنیتي پالیسي په اړه د بحثونو له وجې دغه سفر لږ تر لږه یوه اونۍ ځنډیدلی دی.

د نیویارک ټایمز په وینا پاکستاني چارواکو ویلي، چې دوي به د ناتو پرمخ د اکمالاتو لارې چې له دې هېواده تیریږي او د ناټو د هوایې بمباري له امله له څه باندې دومیاشتو راهیسي تړل شوي، بیرته پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د هغه وړاندیز ملاتړ کوي، چې اوس د اوباما په ادارې کې څرخي او په کې د امریکا د جنګي الوتکو په برید کې د ۲۴ پاکستانی عسکرو د وژل کیدو له امله له دې هېواده د رسمي بخښنې پرمسلی غور کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې نیویارک ټایمز ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوي داسې احساس کوي چې د رسمي بخښنې غوښتل به د اړیکو د ښه کیدو لپاره یوه زمینه برابره کړي، خو د دې وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند په دی اړه له تبصری کولو ډډه وکړه.

د نیویارک ټایمز له راپور سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پالیسی جوړولو د چارو ریس جک سولیوان تیره میاشت څرګنده کړې وه، چې له پاکستان سره به اړیکې ډیر ژر بیرته ښې شي.

هغه د تیری جنوری د میاشتی په ۲۵ په واشنګټن کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې موږ به په راتلونکو څو اونیو کې د کارونو د زیاتوالی شاهد واوسو او هغه مسایل به جدی وڅیړو چې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې ډیرمهم دی.

په واشنګټن کې چارواکو ویلی چې داړیکو د ښه کیدو غیررسمی هڅی پیل شوی، د سی ای ای او د پاکستان د استخباراتو ای اس ای ترمنځ اړیکې د اسامه بن لادن د وژلو له عملیاتو وروسته چې د تیرکال په می میاشت کې ترسره شول، بیرته یوڅه ښی شوی دی.

چارواکو دغه راز ویلی چې د دواړو هیوادونو د استخباراتی چارواکوترمنځ په تیره د پاکستان په قبایلی سیموکې د سی ای ای د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو او د ګډو اهدافو په اړه خبری بیرته پیل شوی دی.

په پوځی برخه کې هم پاکستانی جنرالانو په پوله کې د عملیاتو د هماهنګ کولو په اړه د خبرو اود ایتلافی ځواکونود مرستو د بیرته پیلولو لړی چې امریکا یی د پاکستان پوځ ته د عملیاتو په خاطرورکوی، پیل شوی ده.

د امریکا د مرکزی قومندانی مشر به دغه رازد صحنی ترشا هڅه وکړی چې د اړیکو د ښه کیدو لپاره، د روزنی، وسلو پلورلو او په پوله کې د هماهنګی د مرکزونو د ښه کیدو په برخه کی څه امکانات موجود دی اوکه دهغه سفر ښه نتیجه ورکړی نو نورامریکایی چارواکې منجمله د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن به هم ورپسی دی هیواد ته ولاړشی.
XS
SM
MD
LG