د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د روانې اونۍ په لومړیو کې به د ګلبهار حبیبي دوسیه د څیړلو لپاره بیرته محکمې ته ولیږي.
د ګلبهار حبیبي دوسیه، چې د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال له لاسلیک نه د ناوړه ګټه اخستنې په تورن دی، یو ځل مخکې هم محکمې ته استول شوې وه، خو د ځینو نیمګړتیاو له کبله بیرته لویې څارنوالۍ ته استول شوې.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دا مهال د ګلبهار حبیبي دوسیه د اداري فساد د جرمونو په څارنوالۍ کې ده.
″قضیه یې موږ تکمیل کړه او محکمې ته مو ولیږله، محکمې په هغه کې یو څه خلا او نواقص ونیول او بیرته یې مسترده کړه، فعلاً زمونږ د اداري فساد په څارنوالی کې تر څیړنې لاندې ده.
کیدای شي په دغه نوې هفته کې مونږ دغه خلا ګانې او نواقص تکمیل کړو او بیرته یې محکمې ته د حکم لپاره ولیږو، او دی تر اوسه تر توقیف لاندې دی، د جزا قانون ۳۱۰ ماده د تذویر په هکله وایي چې که څوک د ریاست جمهوري حکم تذویروي نو د هغه لپاره یې اوږد بند وړاند وینه یی کړې.
طویل حبس له پنځه کلونو شروع تر پنځلسو کلونو پورې دی نو دا د محکمې صلاحیت دی چې ده ته څومره جزا ورکوي.″
ګلبهار حبیبي په داسې حال کې محکمې ته استول کیږي، چې تراوسه پورې دې مداقع وکیل نه لري او موږ زیاته هڅه وکړه، چې په دې اړه د ده له کورنۍ سره خبرې وکړو، خو بریالي نشو.
لویې څارنوالی شاوخوا لس ورځې مخکې رسنیو ته ویلي وو، چې ګلبهار حبیبي یې د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم له لاسلیک نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولی چې د دوی په وینا د کابل په شش درک سیمه کې یې شاوخوا ۱۷ جریبه ځمکه غضب کړې ده.
د لویې څارنوالي په وینا له ګلبهار حبیبي سره یې د هغه درې تنه ملګري هم نیولي چې ګلبهار حبیبي هغوی ته یو لک او پنځوس رزه امریکايي ډالره ددې لپاره ورکړي وو څو د ګلبهار ټاور لپاره د مارشال فهیم جعلي لاسلیک پیدا کړي.
خو ځینې رپوټونه بیا داسې وایي چې ګلبهار حبیبي چې دا مهال زنداني دی د کومې سیاسي دسیسې ښکار شوی.
خو ددې رپوټونو او آوازو په هکله تر اوسه پخپله ګلبهار حبیبي او یا هم د هغه کورنی څه نه دي ويلي.