د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

″د افغانستان په اړه د کلنټن کړې ژمنې بې معنی دي″


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره له افغان حکومت سره د نړېوالو پر کړو ژمنو او له افغانستان د دوتو تر وروسته حالت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فايننشل ټايمز:

″د افغانستان په جګړې کې څوک ګټونکي نه دي″، دا د هغې مقالې سرليک دی، چې په فايننشل ټايمز ورځپاڼې کې خپور شوی دی.

تر دې عنوان لاندې لولو، چې هيلري کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې يو وخت ژمنه کړې وه، چې دوه زره يولسم کال به هغه کال وي، چې په افغانستان کې به ډيپلوماټيکي هلې ځلې ګړندۍ شي، دا په دې معنی چې په دغې جګړې ځپلې هيواد کې به له غښتليو ملکي هڅو د پوځي هڅو تر څنګ د امنيت د تامنيدو لپاره استفاده وشي.

خو فايننشل ټايمز ليکي، چې نن دا ژمنه يو ډول بې مانا ښکاري، ځکه چې واشنګتن او پاريس تر ټاکلي جدول مخکې له افغانستانه د خپلو پوځيانو وتلو ته تياري کوي.

مخکې ويل شوې وو، چې د دوه زره څوارلسم کال په پای کې به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي. د ورځپاڼې په باور د امريکا او فرانسې دا هڅې پر افغان ځواکونو چې ښه چمتو شوې هم نه دي، فشار زياتوي.

د فايننشل ټايمز په وينا دا هڅې د دې څرګندونه کوي، چې په افغانستان کې چې له اداري فساد او د قانون له نه حاکميته ځوريږي، د ثبات په برخه کې هم لږ څه شوې دي.

ورځپاڼه بيا ليکي، چې د امريکا او فرانسې له اعلان سره به سخت دريځه طالبان چې د بهرنيو وتلو ته تږي دي، نور هم پر ځانونو ډاډه شي. البته فايننشل ټايمز ليکي، چې دا هم سمه خبره ده، چې طالبان کمزوري شوې دي او داسې نښې نشانې شته، چې يو شمېر يې د روغې جوړې خبرو ته چمتو شوې دي.

وال ستريت جورنال:

بله ورځپاڼه وال ستريت جورنال ليکي، په داسې حال کې چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې اکثر پوځي عمليات په راتلونکو اتلسو مياشتو کې پاي ته رسوي، طالبان د روغې جوړې خبرې ځنډوي او هڅې کوي، چې په زرګونو زندانيان يې راخوشي شي، د بهرنيو پوځيانو د شپې په مخه عمليات پاي ته ورسيږي او له دوه زره څوارلسم کال وروسته ناټو په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې نه کړي.

ورځپاڼه ليکي که چېرته د دې ژمنو د ترلاسه کولو لپاره طالبان اوربند ته هم غاړه کيږدي، ښايي د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته بيا وسلې ورواخلي.

وال سټريټ جورنال بيا د امريکايانو په اړه ليکي، چې هغوی له جګړې ستړې شوې دي خو لاهم افغانستان ته د ځواکونو د استولو ملاتړ ګڼ امريکايان کوي، اما ولسمشر اوباما دا مساله خورا لږه يادوي.

اوباما په دوه زره اتم ميلادي کال کې چې کله د ولسمشرۍ د انتخاباتو کانديدو ويلي وو، چې د افغانستان جګړه د کولو ده او دا ارزښت لري او بيا يې د ولسمشرۍ په وخت افغانستان ته نور پوځيان واستول خو اوس په دغه هيواد کې د پوځيانو د شمېر د لږيدو پلوي کوي.
XS
SM
MD
LG