د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

په کرمه اجنسۍ کې بیا ګڼ شمير پاکستاني پوځيان وژل شوي


وسله والو طالبانو د پاکستان په قبائلي سیمه کرمه اجنسۍ کې یوارې بیا پر دولتي ځواکونو درنه حمله کړې.

پوځي مقامات وايي، دا حمله د پنجشنبې او جمعې ترمنځې شپې ناوخته مهال د کوزې کرمې په شهیدانو ډنډ کې پر نواب پوسته شوې.

د قبائلي سیمو لپاره د پوځ د عامه اړيکو ددفتر یوه مسوول، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په مرکه کې د لسو پوځيانو د مرګ ژوبلې خبر تائيد :

"دا د کوزې کرمې سیمه ده، حمله د شپې پر دولسو بجو شوې، په دې حمله کې اووه دولتي سرتیري وژل شوي او درې ټپيان دي، لا درکه سرتیري تښتول شوي نه دي، په دې ډول پيښو کې داسې کیږي، چیرته خوندي ځای کې ځانونه پټ کړي بیا وروسته چې کراري شي بیرته خپلو مرکزونو ته ځان ورسوي.

برید کوونکیو ته هم د سر دروند زیان اوښتی، خو د شمېر په باب يې جزیات نه لرو."

نوموړي همدا شان وویل، چې دولتي سرتیرو په ځوابي ډزو کې برید کوونکیو ته هم مرګ ژوبله واړوله خو د کره شميرې په باب يې بې خبري وښوده.

بل خوا پاکستاني رسنیو د پوځي سرچینو له قوله د دولتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د اتلسو برید کوونکیو د وژل کیدا راپور ورکړی، خو دغه افسر په دې باب بې خبري وښوده.

احسان الله احسان، چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند معرفي کوي ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا برید ددوي وسله والو کړی.

نوموړي، چې له ناڅرګند ځایه يې د تیلیفون پر لیکه خبرې کولې ادعا وکړه، چې وسله والو طالبانو په دې حمله کې دولس تنه دولتي سرتیري وژلي او څلور نور يې له یو تعداد وسلو سره ژوندي نیولي او له ځان سره يې بیولي.

هغه همدا شان یواځې د خپل یوه وسله وال ملګري د وژنې خبر تائید کړ.

شهیدانو ډنډ د کوزې کرمه سرحدي سیمه ده، چې د افغانستان پولې ته نژدې موقعتیت لري، په دې سیمه کې له دې وړاندې هم د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ ورته نښې شوي.

کرمه اجنسي د پاکستان یوه له هغو قبائيلي سیمو څخه ده، چې له تیرو څو کلونو راهیسې وسله وال طالبان پکې فعالیت لري.

تیر کال داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې د شمالي وزیرستان ګڼ شمير وسله وال طالبان دې سیمې ته لیږدیدلي او په لسګونو مرکزونه يې جوړ کړي.

په تیرو څو ورځو کې په کرمه او ور څيرمه اورکزو اجنسۍ کې دا درېيم ځل دی، چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې کیږي.

له دې وړاندې د تیرې سه شنبې په شپه د منځنۍ کرمې په جوګي نومي سیمه کې په یوه ورته حمله کې ۴۲ تنو دولتي سرتیرو ته مرګ مرګ ژوبله اوښتې وه.

همداشان د پاکستان هوايي ځواک یوه شپه وروسته د اورکزو پر يوشمير سیمو بمبارۍ وکړې چې د پوځي سرچینو په خبره اووه تنه وسله وال طالبان پکې ووژل شول.

په اورکزو دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې د پاکستان پوځ له تیر څه باندې یو کال راهیسې په دې سیمه کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات پيل کړي.

پوځي سرچینو له دې وړاندې د ډیری سیمو د تصفيې ادعا کړې وه خو وروستۍ پيښې ښيي، چې طالبان لا هم په دې سیمو کې فعال دي.
XS
SM
MD
LG