د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مک ماسټر:د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې د افغانانو هڅې مهمې دي


یو لوړ رتبه امریکایی پوځي ، برید جنرال مک ماستر ، چې په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په کار ګمارل شوی وايي ، د اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې هلې ځلې موثرې دي .

په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د متحد ایالاتو هڅې له هماغه لومړي سره له خنډونو سره مخامخ وې.

داسې ادعا کیږي، چې د افغانستان هغه مقامات چې په بډو اخیستو کې یې برخه لرلې له قانوني تعقیب څخه تښتي او د هغو هڅو مخه نیول شوي چې د دوي د قانوني تعقیب په برخه کې کیږي.

واشنګتن پوسټ لیکلي، ځیني وخت د اداري فساد د ساري ناروغۍ پرضد د مبارزې په وړاندې سیاسي دخالتونه د دې سبب کیږي چې افغانان طالبانو ته مخه کړي، خو یو لوړ رتبه امریکايي چې په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې موظف شوی وایي، اوس افغان مقاماتو د اوږد مهالې اداري فساد د ستونزو له امله ورپیښې شوی ستونزوي پیژندلي، د دې امریکایي مقام په وینا افغان چارواکي په دې خبره رسیدلی چې افغانستان ته د لویدیځ له خوا د هغو میلیاردو ډالرو د سم لګښت په ارتباط د دوې ناکامي په هېواد کې اداري فساد ته زمینه برابره کړه.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، برید جنرال ماک ماستر چې په افغانستان کې د اداري فساد په برخه کې کار کوي وايي، چې په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزي په برخه کې کارونه موثر دي، د هغه وینا افغانان د اداري فساد له امله د رامنځ ته شوېو ستونزو په اړه پوهیدلی.

امریکايي مقاماتو هر کله ویلي، چې په افغانستان کې په پراخه بڼه اداري فساد د دې سبب شوی چې په پوځې ډګر کې لاسته راوړنې کمزوری وبریښي.

خو د واشنګتن پوسټ په حواله د افغانستان په شان یو بې وزلي هېواد چې څو لسیزې جګړې سره مخامخ شوي د اداري فساد کمیدل هم له عملي او هم له سیاسي نظره اسانه کار نه دی.

ولسمشر کرزي په وار وار ژمنه کړې، چې د اداري فساد پرضد هڅو ته به لومړیتوب ورکړي او د تیر دیسمبر په غونډه کې یې دا ژمنه تازه کړه، خو هغه د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د امریکا هڅې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله وبلله.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د افغان حکومت د لوړ رتبه مقاماتو د تعقیب څخه د جمهور ریس کرزي ممانعت د دې سبب شو چې د اوباما اداره په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد له جدي او تعرضي مبارزي څخه لاس واخلي.

تیر کال تر هغه وروسته چې نژدې یو میلیارد ډالره د غیر قانوني پورنو په ډول د کابل بانک شریکانو او لوړ رتبه افغانانو ته ورکړای شوې نو نژدې وو، چې د افغانستان ټول اقتصادي سیستم سقوط وکړي.

برید جنرال مک ماستر د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هدف د اداري فساد کمول دي نه پر اداري فساد په کامله توګه غالبیدل.

هغه دا خبره رد کړه، چې ګواکې افغان حکومت په طبیعي توګه له اداري فساد سره یو ډول تړاو لري دا اساسا د سیاسي ارادې ستونزه ده او زما په فکر باید د فساد د ختمیدو لپاره سیاسي اراده رامنځته شي.

زما په اند اوس چې موږ د دې ستونزې د حل لپاره په ګډه کار پیل کړی دی، موږ وینو چې د دې شبکو پر ضد اقدام نه کول په اوږد مهال کې څومره زیان رسوي.

د مک ماستر په وینا په داسې شرایطو کې چې د نړېوالو مرستو یو برخه ترهګرو او منظمو جرمونو خواته سمیږي، کېدای شي دا په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د پرمختګ ډیره څرګنده نښه وي، چې خپله دا اطمینان تر لاسه کړو چې د ستونزې یوه برخه نه یو.

د مک ماستر په وینا که چرته څارنه وشي نو وبه لیدل شي چې اوس په افغانستان کې، پیسې د پخوا په نسبت په ښو برخو لګیږي.
XS
SM
MD
LG