د پاکستان د امنیتي چارو یو مسوول وایي چې پاکستان به ناټو ته لاره پرانیزي چې د دغه هیواد له لارې افغانستان ته اکمالات وکړي.
رویټرز اژانس د پاکستان د استخباراتو د ادارې د یوه چارواکي په وینا څرګندوي، چې د ناټو د اکمالاتو لپاره به بیرته خپل سرحدونه پرانیزي. پاکستان د لیندۍ په پنځمه وروسته تر دې د ناټو پر اکمالاتو لارې بندې کړې چې د ناټو الوتکو د پاکستان دننه بمباري وکړه او څلرویشت پاکستاني پوځیان یې ووژل.
د ناټو له بریده وروسته د اسلام اباد او واشنګتن اړیکي د څو کلونو په مودې کې تر بل هر وخت خراب شول. تر دې مخکې هسې هم د غويي یا ثور په دولسمه په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو له امله د امریکا او پاکستان روابط خړ پړ شوې وو.
په دې اړه چې د ناټو د اکمالاتو په مخه د لارې پرانیستل به د پاکستان او امریکا اړیکي ښه کړي، د پاکستان د امنیتي چارو یوه مسوول چې نوم یې رویټرز اژانس نه دی اخیستی، وویل، لاهم د اړیکو د ښه کیدو لپاره لارې چارې شته.
ناټو په تیرو څه باندې لسو کلونو کې د خپلو اکمالاتو لویه برخه د پاکستان له لارې کوله او بیا د پاکستان د سرحدونو له بندیدو وروسته یې هڅې زیاتې کړې چې د منځنۍ اسیا له لارې خپل اکمالات ډير کړي.
تر اوسه دا نیټه نه ده ټاکل شوې چې کله به پاکستان بیرته لاره پرانیزي.