د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۵

د پاکستان حکومت له پوځ او عدليې سره مقابله کوي


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري.
پاکستان دامهال د بهرنیو لانجو ترڅنګ په کور دننه له ګڼو سیاسي ستونزو سره مخ دی. د پيپلز ګوند حکومت په یوخت کې له پوځ او عدلیې سره په ټکر کې دی، خو بیا هم هڅه کوي، چې دواړو زورورو ادارو ته په ماتې ورکولو سره میدان وګټي.

که څه هم جمهور رئیس آصف علي زرداري او صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، چې د یوه ګوند غړي دي له پوځ او عدلیې سره مقابله خپل حکومت ته دوام ورکول نه بلکې د جمهوريت پر وړاندې ددې ادارو زور ماتول یا ختمول ګڼي خو ډیری کارپوهان په دې باور دي، چې دغه ادارې له لومړي سره له آصف زرداري سره چندیانې جوړې نه وې.

څو ورځې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د پاکستان پوځ یوارې بیا د کودتاه لپاره ځان تیاروي، خو دسیاسي چارو کارپوه قریش خټک بیا وايي، چې په دې کې شک نشته چې پوځ نور اوسنی جمهوري حکومت نشي زغملی خو دا ځل به د کودتاه پرځای د قانون پر مټ خپل هدف ته ځان رسوي :

( د پاکستان په تاریخ کې، چې کله هم ملکي حکومت له سیاسي پلوه کمزوری شوی، نو پوځ پرې ګوزار کړی او له واکه یې غورځولی.خو د پاکستان اوسني بحراني حالت ته په کتنې سره داځل پوځ نه غواړي، چې د تیر پشان د ټوپک په زور حکومت نسکور کړي.
حقیقت دادی، چې عدلیې د حکومت دیوالونه نړولي او زور یې ور ختم کړی نو قوي امکان دی، چې پوځ له همدې لارې خپل هدف ته ځان ورسوي )

دملکي حکومت او پوځ ترمنځ پټ اختلافات د ۲۰۱۱ میلادي کال په مۍ میاشت کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته هغه مهال په ډاګه شول، چې زرداري او ګیلاني په خپله خاوره کې د اسامه د موجودیت پړه پر نظامیانو واچوله.

دغه لانجه لا نه وه هواره، چې دجمهور رئیس زرداري له لوري واشنګټن ته په یوه یادداشت یا لیک کې د پوځي کودتاه د احتمال خبره مخې ته راغی او ورپسې څو ورځې وړاندې صدارعظم ګیلاني له یوې چینايي ورځپاڼې سره په مرکه کې د پوځ او ای اس آی پر مشرانو سختې نیوکې وکړې.

پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي څرګندونې وغندلې او د ناوړه عواقبو خبرداری یې ورکړ.

دسیاسي چارو کارپوه او ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د پاکستان سرزوری پوځ، چې ځان د هیواد د ګټو مدافع او مالک بولي څنګه دومره غلی دی او کودتاه ته زړه نه ښه کوي، وايي :

( اوسمهال د پوځ لپاره نیغ په نیغه ګام پورته کول او د پوځي کودتا له لارې د حکومت ړنګول تر ډیره ناشوني ښکاري، ځکه چې ملکي حکومت د نړیوالو تر غوږونو دا خبره رسولې، چې په پاکستان کې ټولې مهمې چارې د پوځ له لوري یا په خوښه کیږي.

له همدې امله د پاکستان پوځ دا مهال د امریکا په ګډون د نړیوالو له سخت فشار سره مخ دی ځکه دغسې یوه اقدام ته زړه نه ښه کوی.

زما په نظر دا به غوره وي، چې پوځ هم خپل حیثیت او قانوني صلاحیتونه په پام کې نیولو سره د ملکي حکومت پر وړاندې د خنډونو جوړولو پرځای د هغوی مرسته وکړي او ددې حکومت د مودې پوره کیدو وروسته خپل اهداف تر لاسه کړی )

د پاکستان ملکي حکومت، چې پای ته یې څه باندې یو کال پاتې دی همهاله د پوځ او عدلیې له سختو مخالفتونو سره مخ دی.

که څه هم ښاغلی زرداري او صدراعظم ګیلاني په کلکه ویلي، چې هیڅکله به دې دواړو زورورو ادارو ته سر ټيټ نه کړي او که سخته ورځ پرې راغله نو ولس ته په مخ واړوي، خو دا به راتلونکې ثابته کړي، چې د سیاسي کشکمش دغه وزلوبه به د چا په ګټه تمامه شي.
XS
SM
MD
LG