د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۷

د ګوانتانامو زندان لس کلن شو


ګوانټانامو زندان ته د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱ مه د بندیانو لومړۍ ډله رسول شوې وه او ټول ټال ۷۷۹ بندیان په دې زندان کې ساتل شوي وو.

د ګوانټانامو زندان د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په وخت کې، په امریکا کې د القاعده شبکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې له ترویستي حملو وروسته یعنې هغه مهال جې متحده ایالاتو افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول، جوړ شوی و.

په دې زندان کې د القاعده شبکې، طالبانو او نورو ډلو غړي چې امریکا یې تروریستي سازمانونه بولي، ساتل کیږي او تحقیقات ورڅخه کیږي.

د امریکا عدلیه وزارت داسې استدلال کوي، چې دا زندان د امریکا د متحده ایالاتو له حقوقي ماحول یا چاپېریال څخه بهر دی، خو د بشري حقونو ډلو، واشنګټن د دغه زندان د فعال ساتلو له وجې غندلي او وایي، په ګوانټانامو زندان کې هره ورځ د بشري حقونو سرغړونې ترسره کیږي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) منلې چې په زندان کې یې بندیانو ته تر اوبو لاندې کولو شکنجې جې بندي ته په اوبو کې د ډوبیدو احساساس ورکوي، ورکړي دي. دا ډول شکنجې دا مهال بندې شوي دي.

جمهور رییس بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د دغه زندان د تړلو لپاره د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ میاشت ټاکلې وه، خو پریکړه یې تر اوسه نه ده عملي شوې.

د ګوانټانامو زندان د جوړیدو د لسمې کلیزې په مناسبت د نړیوالې عمومي بخښنې سازمان (امنیستې انټرنشنل) یو خاص راپور خپور کړی او ددغه زندان د تړلو په کار کې یې د جمهور ريیس اوباما د ادارې ناکامې د بشري حقونو لپاره “ زهرجن میراث” بللی دی.

په ګوانټانامو زندان کې له ۷۷۹ بندیانو څخه دا مهال یوازې ۱۷۱ تنه یې د متحده ایالاتو په قید کې دي. د دې کسانو له ډلې څخه ۱۱ تنه د زندان د پرانستل کیدو له وخته د محکمې د حکم یا تور پرته بندیان دي.

په ګوانټانامو زندان کې ۹۷ تنه یمني بندیان دي، چې د دې هیواد په ځینو برخو کې د القاعده شبکې د غړیو د فعالیت او د وسله والو له خوا د امنیت د خرابیدو له وجې مربوط هیواد ته د استولو لپاره قانوني مهلت ورکړ شوی دی.

په ۲۰۰۹ کال کې سعودي عربستان ۸۵ تنه د غوښتل شویو تروریستانو په نامه اعلان کړل. د دې ترویستانو ۱۱ تنه یې یو شان داستان لري. دغو کسانو سعودي عربستان ته له استول کیدو مخکې په زندان کې د نوي ژوند یا رغاونې پروګرام تېر کړی و، خو له سعودي څخه یمن ته وتښتیدل او هلته له القاعده شبکې سره یو ځاي شول.
XS
SM
MD
LG