دا لومړې ځل دی، چې د افغانستان د دفاع وزارت د ایران د پوځي تمرینانو په اړه، چې د دواړو هیوادونو ګډې پولې ته نږدې ترسره کیږي اصولي اعتراض کوي.
ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، چې اصولا باید ایران دوی ته د روانو پوځي تمریناتو په اړه خبر ورکړې وای، خو دوی د رسنیو له لارې خبر شول.
جنرال ظاهر عظیمي، چې د چهار شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې ایران د دواړو هیوادونو ترمنځ له ګډې پولې نه په یو مناسب واټن کې دا تمرینات پرمخ بیایي.
″هغه معلومات، چې موږ په واک کې لرو دوی د افغانستان لویدیځو پولو نه د شپیتو کیلو میټرو په واټن کې پوځي تمرینات او یا هم مانورونه ترسره کوي.
د واټن له پلوه، چې باید د داسې تمریناتو پر مهال مرعات شي، هغه مراعات شوي، خو په داسې حالاتو کې، چې دوی پوځي تمرینات کوي، باید خپل ګاونډیان خبر کړي، چې په خواشینۍ سره موږ د رسمي ادارو له خوا خبر نه کړای شو او هغه معلومات، چې مو ترلاسه کړي هغه د رسنیو له لارې وو.″
دا پوځي تمرینات د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له خوا د لسو ورځو لپاره پیل شوي، چې ایراني چارواکي یې هدف د سرحدي امنیت بولي.
دا په تیرو څو میاشتو کې دوهم ځل دی، چې ایران افغان پولې ته څیرمه پوځي مشقونه کوي، خو جنرال عظیمي دا و نه ویل، چې ایران د خپلو لومړنیو پوځي تمریناتو په اړه افغان دولت ته خبر ورکړی و او که نه؟
خو افغان کتونکي د هیواد پولې ته څیرمه د ایران دا ډول تمرینات په افغانستان کې له میشتو امریکایي ځواکونو او د کابل او واشنګټن ترمنځ له ستراتیژیکو اړیکو نه د ایران ویره بولي.
د دوی په وینا ایران له افغان پولو نه انديښمن دی او د دې لپاره، چې کومه غلط فهمۍ رامنځ ته نشي افغان حکومت باید په ډیپلوماټیکه کچه ځینې اقدامات وکړي.
خو د دفاع وزارت ویاند بیا د ګاونډیو په وړانه دې د افغان دولت سیاست خورا روښانه وباله او ویې ویل، چې دا سیاست په ښو اړیکو او متقابل درناوي ټینګار کوي.
″افغانستان دا غواړي، چې له ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل درناوي پربنسټ ښې او غښتلې اړیکې ولري او د دې ترڅنګ افغانستان نه غواړي، چې د کوم ګاونډي هیواد پر ضد د دریم هیواد له خوا وکارولی شي.
موږ لا هم په همدې سیاست ولاړ یو او ډاډمن یو، چې داسې یو حالت به رامنځ ته نه شي، چې افغانستان د کوم ګاونډي هیواد پر ضد یوه وسیله شي.″
خو د کتونکو په وینا ایران په دې دلاسه قانع نه دی او هڅه کوي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د مخنیوي لپاره د هیواد دننه په مهمو کړیو کې خپل نفوذ پراخه کړي.
د هیواد د ملي شورا ځینې غړي هم دا مني او وایي، چې ایران په ملي شورا کې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه وروستۍ پریکړه کوي؛ د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.
تر دې مخکې په هیواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم ایران څو څو وارې په دې تورن کړی، چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو مالي او پوځي ملاتړ کوي.
راپور: حمید مهمند