ټایمز:
انګلستان چاپ، ټایمز ورځپانې په وروستۍ ګڼې کې، نړۍ په ۲۰۱۲ کال کې: ناحله بحران او بې ثباته راتلونکي - تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
دا چې ۲۰۱۱ کال د نړۍ لپاره حیرانونکی کال و، ۲۰۱۲ کال هم ممکن په همدې حالت کې وي.
دا نوی کال په دریو سترو نا حلو مسلو سره پیل کیږي او هغه د عربي سپرلي بحرانونه، د ایرو ساحې ستونزې او د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست سیالۍ دي.
د ورځپاڼې په باور، د نړۍ په څلورو سترو طاقت لرونکو هېوادونو، امریکا، چین، روسیې او فرانسې کې د مشرتابه بدلون به ۲۰۱۲ کال ډېر مصروف او بې ثباته وساتي.
ورځپاڼه زیاتوي، په منځني ختیځ کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د ړنګیدو تمه کیږي او په مصر کې ممکن عمر موسی د جمهوري ریاست په څوکۍ کیني.
ایران ته هم د خلکو پام اړول کیږي او ممکن د اټومي لانجمن پروګرام له وجې د امریکا او اسرائیلو له حملې سره مخامخ شي.
ټایمز لیکي، په ۲۰۱۲ کال کې به امریکا له افغانستان څخه په زرونو عسکرو وباسي او ناټو هېوادونه به هم د ایستلو ټيل ماټیل جوړ کړي.
د پاکستان جمهور رئیس ممکن له هېواده وتښتي او بیرته به د جلاوطنۍ ژوند غوره کړي. د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې به زیاتې شي او د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ممکن ووژل شي.
ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په اړه لیکي، په ۲۰۱۲ کال به له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل چټک شي او قوماندانان به زیار وباسي چې د ۲۰۱۳ کال په پای کې یعنې له ټاکلي وخت څخه یو کال مخکې، په دې هېواد کې پوځي ماموریت پای ته ورسوي.
د ورځپاڼې په باور، د لویدیځ د پیسو د بندیدو په صورت کې به د افغان امنیتي ځواکونو بودجه چې په یوې نه ختمیدونکې شخړې کې ښکیل دي، کمه شي.
فارین پالیسي:
امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې هم په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ د پیښو او حالاتو ارزونه کړې او د افغانستان د راتلونکې په اړه د وړاند وینې په شکل په یوې برخې کې یي لیکلي:
افغانستان ته په تېرو لسو کلونو کې سترو امنیتي، پراختیایي او بشري مرستو ونشو کړای چې دا هېواد باثباته کړي.
په حقیقت کې په دې هېواد کې امنیت خراب شوی، ځان وژونکی حملې زیاتې شوې او په هغو ولایتونو کې چې پخوا په کې وسله وال طالبان نه وو، په ۲۰۱۱ کال کې په کې د هغوي حضور او فعالیتونه زیات شول.
په تېرکال کې په کابل کې د انګلستان په فرهنګي مرکز او د امریکا په سفارت وسله والو حملې وکړې او د افغانستان د سولې د عالي شوری رئیس پروفیسور برهان الدین ربانې هم ووژل شو.
فارین پالیسي لیکي: ۲۰۱۲ کال ته هم زیاته هیله او تمه نشته او په دې کال کې به د زیاتو مهمو ولایتونو امنیتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.