د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

عبد المطلب بیګ د ۱۹۹۰ کلونو پر مهال د طالبانو په ضد جنګیدلی و


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان د ولسي جرګې یو غړی، چې د طالبانو پر ضد جنګیدلی و، له نولسو نورو کسانو سره د یکشنبې په ورځ په یوې ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

ورځپاڼه د افغان مقاماتو په حواله وايي، د دغې انتحاري حملې هدف د ولسي جرګې غړی عبد المطلب بیګ و، چې د ۱۹۹۰ کلونو پر مهال د طالبانو په ضد جنګیدلی و.

د تخار د والي مرستیال فرید زکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، موږ یو جهادي قومندان له لاسه ورکړ.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د تخار په مرکز تالقان کې د شوي ځان وژونکې حملې په قربانیانو کې یو دولس کلن هلک هم شامل دی.

د مطلب لیکونکی وايي، دا حمله د تخار په داسې سیمه کې شوې، چې اکثره اوسیدونکي يې ازبک او تاجکان دي او وسله وال طالبان چې په جنوب کې زیات ځپل شوي اوس په شمال کې زیات فعالیتونه کوي.

واشنګټن پوسټ د ولسمشر کرزي څخه په نکل وايي، د تخار د وروستۍ حملې قربانیان بې ګناه ملکي وګړي وو، چې په مذهبي مراسمو کې راغونډ شوي وو.

حامد کرزي ویلي، دا حمله د دې څرګندویه ده، چې د افغانستان د خلکو دښمنان څومره سپک او شریر دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي، که څه هم چې طالبانو او نه هم کومې بلې ډلې تر اوسه د تخار د حملې مسوولیت منلی دی خو د دغې برید شک پر طالبانو کیږي، چې اکثره وخت يې دولتي مقامات ترور کړي دي.

نیویارک ټایمز په دې ترڅ کې په کابل کې د تیرې سپټمبر میاشتې د انتحاري حملې یادونه کوي، چې په نیتجه کې د سولې د عالي شورا مشر او پخوانۍ ولسمشر برهان الدین رباني ووژل شو.

د مقالي لیکونکی وايي، که چېرته د تخار وروستۍ ځان وژونکې حمله طالبانو کړې وي، نو دا به په روان کال د هغوی له خوا په همدې ولایت کې دوهمه لویه حمله وي.

په تیرې مۍ میاشت کې یوه ځان وژونکي چې د پولیسو یونیفارم يې په تن و، په تخار کې د والي په دفتر کې ځان والوزوه، چې له امله يې د شمال زون د پولیس ستر قومندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنې قومندان شاه جهان نوري ووژل شول.

خو نیویارک ټایمز وايي، په تخار کې د دولت وسله وال مخالفان یوازې طالبان نه دي بلکې د ورځپاڼې په وینا په دې ولایت کې او شاوخوا سیمه کې حقاني شبکه، حزب اسلامي او د ازبکستان اسلامي نهضت هم فعالیت لري.
XS
SM
MD
LG