د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړي جعفرخان مندوخېل په کوټه کې د ازادۍ راډيو له خبريال سره په مرکه کې ويلي چي په افغانستان کې د اوږدې لاسوهنې له امله د پاکستان حالات خراب دي، نوموړي ويلي چي پاکستان نور بايد خپله بهرنۍ پاليسي بدله کړي او د افغانستان استقلال ومني.
د مسلم ليګ قايداعظم ډلې يوۀ مشر جعفرخان مندوخېل چي د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړى هم دى، د دوشنبې په ماښام له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وويل چي پاکستان بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي ځکه چي وايي افغانستان يو خپلواک هېواد دى او د هر دول پرېکړو واک يې خپله د افغانان په لاس کې دى:
”چي موږ افغانستان د امريکا په وينا د اسلام پر نامه تباه کړ، نن د هماغې امريکې په وينا تباهي موږ ته ولاړه ده، دا خو تل د عمل په نتيجه کې يو عکس العمل وي، دا نن چي له موږ سره په قبايلي سيمو، په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې څه کېږي دا د هغو زړو غلطو پاليسو عکس العمل دى، زموږ بهرنۍ پاليسي بايد داسې جوړه شي چي په افغانستان کې بايد لاسوهنه ونه شي، هغه يو خپلواک هېواد دى، خپل حکومت، خپل پوځ لري، خپل ولس يې دى، د دوى چارې بايد خپله دوى تر سره کړي، دوى ښه په پوهېږي”
د افغانستان اوسني حکومت او تېرو حکومتونو چي له خپلو څنګلوريو هېوادونو سره د ښو اړيکو لپاره ستراتيژيک تړونونه کړي دي نو پاکستان پرې اندېښنه څرګنده کړې ده، په دې وروستيو کې چي افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره ستراتيژيک تړون وکړ نو په اړه يې د پاکستان په مطبوعاتو او سياسي کړيو کې منفي غبرګونونه څرګند شول، چي ګواکې افغانستان به د پاکستان په خلاف اقدامات وکړي. جعفرخان مندوخېل وايي دا ګومانونه بېځايه دي:
”دا غلط پروپاګند دى چي افغانستان به زموږ مخالف شي، افغانستان زموږ لارې ته مجبوره دى، هغوى سمندر ته لاره نه لري، هلته چي هر حکومت راشي له مجبورۍ به هم له پاکستان سره سمې اړيکي ساتي، نو دا ګومانونه کول چي هلته د شمالي ډلې حکومت راغلى دى يا بل حکومت راغلى دى، زموږ په حق کې نه دى، دا بېځايه ګومانونه دي، د افغانستان خپلې پرېکړې بايد خپله افغانان وکړي، د پنجاب خلک د بلوچستان د خلکو په کلتور نه پوهېږي د افغانانو په کلتور به څه پوه شي”
په بلوچستان کې بلوڅ ملتپال ګوندونه تل له حکومت سره د خبرو اترو وړانديزونه ردوي او وايي چي تر څو پورې په بلوچستان کې د بلوڅانو د تښتونو او وژنو لړۍ نه وي بنده شوې او د دوى له ادعا سره شم په بلوڅي سيمو کې پوځي عمليات پاى ته نه وي رسېدلي، له حکومت سره به مذاکرات ونه کړي، خو د ايالتي اسمبلۍ غړي جعفرخان مندوخېل وويل چي له حکومت سره د بلوڅو ملتپالو خبرې اترې دوام لري:
”د ملتپالو خبرې اترې روانې دي خو مني يې هم نه چي ګواکې خبرې يې روانې دي، حکومت بايد دې ته پاملرنه وکړي، په هر حال د بلوچستان حالات بايد ښه شي”
سره له دې چي په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو ملتپال ګوندونه تل وايي چي پاکستان تل په افغانستان کې لاسوهنه کوي، خو دا لومړى ځل دى چي د پاکستان مسلم ليګ قايداعظم ګوند، چي په پنجاب ايالت کې ډېر نفوذ لري- يو مشر ادعا کوي چي پاکستان بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې کار ونه لري.
بارکوال مياخېل- کوټه