د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

نړیوال ځواکونه د افغانستان ځانګړي ځواکونه روزي


د افغانستان خاص ځواکونه به په راتلونکې کې د تشدد په ضد په مبارزه کې ګډون کوي.
د افغانستان خاص ځواکونه به په راتلونکې کې د تشدد په ضد په مبارزه کې ګډون کوي.
نړیوال ایتلافي ځواکونو د افغانستان د خاصو ځواکونو یا سپیشل فورس په روزنه پیل کړې څو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د امنیتي قواوو کمبود پوره کړي.

د افغانستان سپیشل فورس یا خاص ځواکونه به په راتلونکې کې د تشدد په ضد په مبارزه کې ګډون کوي.

د افغانستان د خاصو ځواکونو د شمېر له زیاتیدو سره به د شپې له خوا د زیاتو عملیاتو او د کورونو د تلاشۍ مسوولیت هم افغانانو ته وسپارل شي او ښايي د دې عملیاتو پر وړاندې چې افغانان یې له کلتوري اړخه هم بد ګڼي د جمهور رییس حامد کرزي شدید دریځ تر یوه حده نرم شي.

اسوشیېټد پرېس لیکي، سره له دې چې په تیر یوه کال کې افغان ځواکونه په تقریباً دوه زره اته سوه عملیاتو کې دخیل وو، خو جمهور رییس کرزی ادعا کوي، چې دا عملیاتي ډلې له ملکي خلکو سره د مخالفینو په څير چلند کوي او د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې د خلکو په شخصي حریم کې مداخله کوي.

د ستراتیژیک تړون برخلیک:

جمهور رییس حامد کرزی د دې ډول عملیاتو د بندیدو غوښتنه کوي او له نړیوالو ځواکونو غواړي، چې د افغانانو کورونو ته دې ننوتل بند کړي.

همدا مساله ده، چې افغان او امریکايي لوري مذاکرې ورباندې کوي او د دواړو لورویو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژيکو اړیکو د تړون برخلیک به هم وټاکي.

موږ دا پروګرام دوه کاله مخکې پيل کړی دی، خو د دې ځانګړي ځواک روزل د ملت جوړولو ته ورته کار دی، چې زیات وخت غواړي. موږ ورته متعهدیو او زموږ خاص ځواکونه د زیاتیدو په حال کې دي.

احمدي

ناټو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې اړه له خبرو ډډه کړې، چې د افغان سپيشل فورس یا خاصو ځواکونو شمېر څومره دی او یا به څومره خلک ورته روزل کیږي.

د جلال الدین یفتلي په نوم یوه روزونکي اسوشیېټډ پرېس ته ویلي، چې اوسمهال د یونیم زرو تنو په شاوخوا کې خلک د خاصو قواوو لپاره روزل شوي دي.

یوه بل افغان قوماندان محمد فرید احمدي اسوشیېټډ پرېس ته ویلي:

″موږ دا پروګرام دوه کاله مخکې پيل کړی دی، خو د دې ځانګړي ځواک روزل د ملت جوړولو ته ورته کار دی، چې زیات وخت غواړي. موږ ورته متعهدیو او زموږ خاص ځواکونه د زیاتیدو په حال کې دي.″

دې خاصو ځواکونو ته اوسمهال زیات شمېر د ملي اردو کومانډو او د چټک غبرګون د قواوو عسکر جذب شوي دي.

د چټک غبرګون کومانډو:

د چټک غبرګون او کومانډو عسکرو ته لږترلږه لس اونۍ اضافي روزنه ورکول کیږي او تر هغه وروسته د افغانستان خاصو ځواکونو ته شاملیږي.

د دوی د روزنې د پروګرامونو زیات مسوولیت د امریکاييانو په غاړه دی او د شپې د تلاشیو په شمول د بیلا بیلو عملیاتو د ترسره کولو تمرینونه کوي.

په کابل کې د ناټو یوه ویاند کارسټین جکوبسن اسوشیېټډپرېس ته ویلي، چې د افغان سپيشل فورس لپاره د عسکرو انتخاب او بیا دې حد ته د هغوی روزل چې له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه او یا په مستقل ډول د عملیاتو د ترسره کولو قابلیت پیدا کړي، یوه اوږده پروسه ده، چې وخت به ونیسي.

د ناټو دې قوماندان ویلي، چې حتي که د افغانستان دا خاص ځواک په مستقل ډول د عملیاتو قابلیت پیدا هم کړي، د راتلونکو څو کلونو لپاره به د ایتلافي ځواکونو هوايي ملاتړ او د هغوي استخباراتي معلوماتو ته احتیاج وي.
XS
SM
MD
LG