د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

م.م: په افغانستان کې ناامني ۲۱ سلنه زیاته شوې


د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون.
د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون.
د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون وایي، د روان کال په لومړیو یولسو میاشتو کې د تیر۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د نا امنیو په پیښو کې په سلو کې ۲۱ زیاتولای راغلی.

د اپه داسې حال ده، چې ناټو پرون وویل، چې په همدې موده کې د دښمن له خوا په حملو کې په سلو کې اته کموالی راغلی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون د دې سازمان امنیت شورا ته درې میاشتنی راپور کې، چی پرون یې وړاندې کړی ویلي، چې د تیر۲۰۱۰ کال په مقایسه د روان کال په لومړیو یولسو میاشتو له ناامنیو سره په تړواو پیښې په سلو کې ۲۱ زیاتې شوي او شمېر یې په متوسط ډول هره میاشت ۱۹۹۵ پیښو ته رسي.

ملګري ملتونه وایي، چې که څه هم په وروسیتو دریو د سپټمبر نه تر نومبر میاشتو پورې په میاشت کې د ناامنیو اندازه د تیرکال د همدې مودې په اندازه کمه وه، خو په مجموع کې د روان کال په تیاره په دوبي کې د شخړو زیاتوالی ته په پام سره پیښې ښیي، چې په یوولسو میاشتو کې ناامنیي زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د ناامنیو په اړه د ملګروملتونو دغه راپور په دې هېواد کې دناټو د ځواکونو له راپورسره په ټکر کې دی، چې په امنیتي پېښو کې د کموالی خبر ورکوي.

د ناټو په مشرۍ نړیوالو امنیتي مرستدویه ځواکونو په خپل درې میاشتني راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي، چې د تیرکال د همدې مودې په نسبت د نا امنیو د پیښو کموالی د هغه ثابت پرمختګ نتیجه ده، چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفانو ځواک مات شوي.

د ناټو او م.م راپورونه په تضاد کې دي:

د جرمني ډي. پي، اې خبري اژانس د راپور له مخې دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د ناامنیو په اړه د ملګرو ملتونو او ایسف ځواکونو راپورونه له یوبل سره په تضاد کې دي.

په تیرې سپټمبر میاشت کې ملګروملتونو په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان کې په لومړیو اتو میاشتو کې د تیر۲۰۱۰ کال د همدې مودې په نسبت د ناامنیو په پیښو کې بې ساری یانې په سلو کې ۳۹ زیاتوالی راغلی. خو ایساف ویلي وو، چې د همدې مودې لپاره د ناامني پیښې چې دښمن په کې ښکیل دی، په سلو کې یواځې دوه زیاتې شوي دي.
ه وروستیو میاشتو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو او د وسله والو مخالفانو فعالیتونو د افغانستان له جنوب څخه د دې هېواد په جنوب ختیځو او ختیځو سیمو کې متمرکز شوې دي.

مون


ایساف ویلي وو، چې ملګري ملتونه او دوی د ناامنیو د پیښو د شمېرلو او ثبتولو لپاره مختلفې طریقې کاروي.

د ملګروملتونو عمومي منشي په راپور کې دغه راز ویلي، چې وسله والې نښتې او په سړک کې ښخ شوي بمونه د ټولو ناامنیو د پیښو په سلو کې ۶۵ برخه جوړوي.

بان کي مون ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو او د وسله والو مخالفانو فعالیتونو د افغانستان له جنوب څخه د دې هېواد په جنوب ختیځو او ختیځو سیمو کې متمرکز شوې دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د پخوا په څېر د طالبانو له خوا حملې منظمې دوام لري، خو په هغو ځایونو کې چې دا حملې شوي او هغه افراد چې په نښه شوي، دې مسالې ته د خلکو ډېرپام اوښتی.

د ملګروملتونو په راپور کې دغه راز ویل شوي، د روان کال له جنوري د نومبر ترمیاشتې په دې هېواد کې په ملکې تلفاتو کې په سلو کې پنځه زیاتوالی راغلی دی.

وسله وال مخالفین د ملکي تلفاتو په سلو کې ۷۷ او حکومت پلوی ځواکونه په سلو کې د لسو مسوول بلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG