د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

ولسي جرګې له ایرانه د افغان کډوالو پر ایستلو جدي غبرګون وښود


په ایران کې بې برخلیک افغانان
په ایران کې بې برخلیک افغانان
د ولسې جرګې یو شمېرغړو له ایران څخه د افغان کډوالو د را ایستلو د پریکړې پر وړاندې جدي غبرګون وښود او ویې ویل، چې ایران غواړي په دې ډول پر افغان حکومت فشارونه زیات کړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس محمد نعیم لالي حمیدزي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ایران تردې پخوا هم د خپلو سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره پر افغان حکومت دا ډول فشارونه اچولي وو.

د ښاغلي حمیدزي په خبره په دې ډول پریکړو ایران هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیکولو پر وړاندې خنډ جوړ کړي:

"ایران په دې ډول کارونو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکوهمکاریو د سند د لاسلیکولو په مساله کې ستونزې جوړول غواړي او کوښښ کوي چې خبل نفوذ په دې هېواد کې زیات کړي.

ایران هڅه کوي، چې د افغان کډوالو په ډله کې هغه کسان دې هېواد ته ولیږي چې د دوي د ګټو لپاره کار کوي.

ایران د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري او په دې هڅه کې ده چې له امریکا سره خپله سیالي ترسره کړي".

ایراني چارواکو تازه ویلي دي، چې کابو یو میلیون تنه هغه افغان کډوال په راتلونکو دریو میاشتو کې له خپلې خاورې باسي چې له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ایران دا پریکړه ډیره جدي نه بولي، د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې پریکړې تر شاه د ایران کوم سیاسي هدف نه دی پروت او دا د هغه په خبره یوه ټولنیزه مساله ده چې حل به شي.

خو په کابل کې د یو،ان،اچ،سي،ار یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد وایي، چې په ډله ایزه توګه په دې یخه هوا کې له ایران څخه د افغان کډوالو را ایستل یوه لویه ستونزه ده او ښایي چې بشري ناورین رامنځ ته کړي:

"موږ د یوه بشري ارګان په توګه دا تمه نه لرو، چې د یوه بشري ناورین شاهدان ووسو چې له ایران څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو د را ایستلو له امله را منځ ته شي.

موږ تمه لرو، چې د هغو افغانانو بشري حقونه مراعات شي، چې په ایران او پاکستان کې میشت دي.

هیڅکله دا نه غواړو چې افغان کډوال په دې یخه هوا او ژمي کې له ایران څخه په ډله ایزه توګه و ایستل شي".

ایران په تیرو کلونو کې هم دا ډول پریکړې کړی او له خپلې خوښې سره سم یې افغان کډوال چې ښځې اوماشومان هم پکې شامل وو په ډله ایزه توګه ایستلي دي، دغه راز د مخدرو موادو د قاچاق او ځینو نورو جرمونو په تور یي یو شمېر افغانان هم اعدام کړي چې له امله یي په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د ایران پر ضد مظاهرې هم شوي دي.

د ایران دې تازه پریکړې ته په اشاره ډیر شمېر افغانان وایي، چې دا ځل هم ایران هڅه کوي چې په دې توګه پر افغان حکومت او نړېوالې ټولنې فشار زیات او له امریکا سره خپله سیالۍ او دښمني پرمخ بوځي.
XS
SM
MD
LG