د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۱

د پاکستان ولسمشر خپل هېواد ته ستون شو، خو په کومه هيله؟


زرداري
زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن سهار له دوبۍ څخه هېواد ته ستون شو خو دا لا نه ده معلومه چې د پاکستان ولسمشر به چې له پوځ سره ښې اړیکې نه لري، کله په کار پیل وکړي.

د سند ایالت د اطلاعاتو وزیرې شازیې ماري رویترز خبري اژانس ته ویلي له نېکه مرغه د ولسمشر صحت ښه دی او له همدې امله بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

خو د نوموړې په وینا دا چې کله به خپل کار پیلوي د ډاکترانو په لارښوونې پورې تړلې ده.

خو رویترز اژانس وايي اصف علي زرداري ښايي د هغه لیک له امله چې ویل کېږي له امریکا څخه يې په کې د پاکستان د پوځ په وړاندې د ملاتړ غوښتنه کړې، له ستونزو سره مخامخ شي.

د پاکستان سترې محکمې د دغه لیک چې ویل کېږي په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر د امریکا دفاع وزارت ته سپارلی، استماعیه بهیر پیل کړی دی.

که څه هم چې ښاغلي زرداري قانوني مصئونیت لري خو د رویترز اژانس په وینا دا قضیه کولی شي د هغه سیاسي رول ته سخته او جدي ضربه ورسوي.

رویترز اژانس وايي په زور سره له واک څخه د اصف علي زرداري ليرې کول به نه یوازې ملکي مشرتابه ته سپکاوی وي بلکې پاکستان به له ګډوډۍ سره هم مخامخ کړي.

بل لوري ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د امریکا دفاع وزارت ته د سپارل شوي لیک چې هغه د خپل هېواد امنیت ته ګواښ بللی، په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده .

رویترز اژانس وايي په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د اسامه بن لادن وژل کېدل د دې هېواد پوځ ته اهانت وګڼل شو او خلکو هم په عام محضر کې پر پوځی مشرانو انتقادونه وکړل.

خو په مهمند اجنسۍ کې د ناټو په هوايي برید کې د پاکستان د ۲۴ عسکر وژل کېدو پوځ دې ته زمینه برابره کړه چې خلک له پوځ څخه ملاتړ څرګند کړي او د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکي تر بل هر وخت کړکېچنې کړي.

خو د پاکستان پوځ چې د دې هېواد امنیت ساتي او بهرنى سیاست يې ټاکي چې ګواکې د اصف علي زرداري د ملکي حکومت د نسکورولو لپاره د کودتا پلان لري .

خو کتونکو رویترز اژانس ته ویلي که په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کېږي نوبیا د پوځ د مداخلې احتمال نه شي ردیدلی.
XS
SM
MD
LG