یو شمېر خلک شکایت کوي، چې له قانوني لارې د پاسپورت لاسته راوړل یو ستونزمن کار دی او وایي، چې د پاسپورت اخیستونکي یو شمېر کمیشن کارانو ته د پیسو په ورکولو سره کولای شي پاسپورت واخلي.
د پاسپورت د ریاست مخ ته یو شمېر راغلیو خلکو چې غوښتل یي پاسپورت واخلي، له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې باید دوي له ۱۵ نه تر ۲۰ زرو افغانۍ له ځان سره ولري څو وکولای شي پاسپورت واخلي:
(۱:- دا دوه درې اونۍ دلته راځو، هلته مو د برګې وخت تیریږي، خو دلته چې دوي ته راشو نو وايي، چې په شلم د جدې او یا په اتلسم راشﺉ، هغه څوک چې واسطه لري د هغوي کار کیږي خو زموږ عرض بیخي څوګ نه اوري، زه ایران ته ځم، خو چې درې میاشتې هم پاتې شم چاته رشوت نه ورکوم، دا خو زموږ ژوند نه دی والله کې ژوند داسې وي.
۲:- زما نوم عنایت الله دی، تقریباً یوه میاشت کېږي چې پاسپورت پسې راځم خو اخیستلای یې نشم.
۳:- زما نوم حمید دی، دا څلورمه ورځ ده چې دلته راځم خو دلته پیسې غواړي که پیسې ورکړم ستونزه مې حل کیږي، دلته یو دوه کسانه شته چې پیسې اخلي خو نوم یې نشم ویلی ځکه ماته ستونزه پیدا کیږي، زه یې نه لرم چې وریې کړم.
۴:- زما نوم نظیر ګل دی دا یوه میاشت کېږي چې پاسپورت پسې راځم، خو دلته چې څوګ پارتي ونه لري اخیستلای یې نشي، غریبان تل د پښو لاندې وي، دا اوس زه له خوست نه راغلی یم.)
دوي وايي، چې د پاسپورت د اخیستلو لپاره به یا له غیر قانوني لارې مخکې ځې او یا به دوه درې میاشتې دغه ریاست ته ورځې څو پاسپورت واخلې.
خو د افغانستان د پاسپورت د ریاست مسوولین بیا دغه لړۍ پاکه بولي او وايي، چې هیڅ ډول ورانکاري په دغه کار کې نشته او که چېرې څوک په دې تور ونیسي نو قانوني چلند ورسره کوي.
د پاسپورت رییس محمد ایوب ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغې پروسې نظم له منځه ویسي.
هغه وایي، ګاونډي هېوادونه په خاصه توګه ایران په دې وروستیو کې هڅه کوي، څو په دې پروسه کې درغلۍ رامنځ ته کړي:
(ټوله ستونزه فقط د ایران په مهاجرینو کې ده او دا هم په یو ژور او حساس وخت کې د یو خاصې موخې لپاره راویستل کیږي، دا ګډوډې هم همدوي جوړوي او د دوي هغه طرفداره ټلویزیون چې ده هغه هم همدا خبره ښکته پورته کوي، دا خبره هیڅ امکان نه لري، موږ پدې درې کلونو کې تقریباً شل تقدیرنامې تر لاسه کړي دي د خپل شفافیت او پاکې په خاطر، دا لکه لمر غوندې روښانه خبره ده د هغو مغرضو کسانو چې د خپلو بهرنیو بادارانو د خوښي لپاره کار کوي).
په دې وروستیو کې هغو ایراني کډوالو ته چې په غیر قانوني توګه ایران ته تللي د برګې په نوم یوه پاڼه ورکول کيږي.
د رپوټونو له مخې دغه خلک چې شمېر یي یو شاوخوا یو میلیون تنو ته رسیږي، له خپلو برګو سره افغانستان ته راغلي او د افغانستان د پاسپورت له ریاست نه غواړي څو پاسپورتونه ورکړي.
همدا راز د افغانستان د پاسپورت ریاست هم وایي، چې اصلي ستونزه په همدغو برګو کې ده، د دوي په وینا هغه خلک چې له ایران نه راغلي او له ځان سره برګې لري، نه تذکرې لري او نه هم نور داسې اسناد چې وښيي نوموړی کس افغان دی.
د دغه ریاست په وینا اوس دوي ډير لږ پاسپورټونه لري، چې هغه یي هم ځینې ضروري پیښو ته ساتلي، خو وایي چې په راتلونکي یوه میاشت کې به دغه ستونزه هواره شي او خلکو ته به پاسپورټونه ورکړل شي.
جمیله ظریف،کابل