د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو پاکستاني طالبانو ته لاره اواره کړې، چې افغانستان ته زيات شمېر ځانوژونکي ولېږي.
د ايشيا ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې له طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې به له امريکا سره د دغه هېواد اختلاف لا زيات کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له دې اختلاف ډېر شوي چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د ناټو د هليکوپترو په بمبارۍ کې د پاکستان ۲۴ پوځيان ووژل شول.
د پاکستاني طالبانو يوه وياند احسان الله له خپل حکومت سره د پاکستاني طالبانو د خبرو په باب خپاره شوي راپورونه رد کړل.
مخکې د باجوړ د سيمې د طالبانو مشر مولوي فقير محمد رويټرز خبري اژانس او پاکستانيو رسنيو ته ويلي وو، چې د پاکستان له حکومت سره يې خبرو پرمختګ کړی، پاکستان ۱۴۵ طالب بنديان د ښه نيت په توګه خوشې کړي او دواړو خواوو اوربند رعايت کړي دي.
ايشيا ټايمز ورځپاڼې، چې په تايلند کې انلاين خپرېږي، پرون وليکل، داسې ښکاري، چې ځانوژونکو په خپل هېواد کې له حملو پام ګاونډي افغانستان ته اړولي وي.
د دې ورځپاڼې له راپور سره سم په وروستيو څو مياشتو کې په افغانستان کې د ځانوژونکو حملو شمېر په چټکه زيات شوي. د دغو حملو وروستۍ د دسمبر په شپږمه په کابل کې پر شيعه ويرکوونکو وه چې ۵۶ تنه پکې ووژل شول.
دا حمله د بن له غونډې صرف يوه ورځ وروسته وشوه، پاکستان په دې کنفرانس کې احتجاجاً ګډون ونه کړ.
د افغانستان ولسمشر د کابل په وروستۍ حمله کې، چې په افغانستان کې پر شيعه وو لومړني ګوزار و، د پاکستان لشکرجهنګوي العالمي ډله تورنه کړه چې د لشکر جهنګوي بهرنۍ څانګه ده.
لشکر جهنګوي د سپاه صحابه پوځي ډله ده.د پاکستان تحريک طالبان ډله هم له سپاه صحابه سره تړلې ده.
ايشيا ټايمز د کارپوهانو په قول وايي چې سپاه صحابه د ګڼو سخت دريځو ديوبندي ډلو د مور حيثيت لري.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير له طالبانو مننه وکړه چې سږکال يې د دوي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه او د عاشورا او محرم په لومړيو لسو ورځو کې يې پر شيعه وو حمله ونه کړه. ورځپاڼه پر پاکستاني شيعه وو نه حمله هم د دې ښکارندويه بولي چې پاکستاني سخت دريځو خپل پام د پاکستان پرځاي افغانستان ته اړولي دي.
د پاکستان له هيڅ ځاي څخه سږکال د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د بريد راپور نه دي ورکړاي شوي،د پاکستان شيعه ګان هم په دې خوښي ښيي.
ايشيا ټايمز وايي، چې د پاکستان د حکومت او سيمه ييزو طالبانو د نژدې کېدو په نتيجه کې د سپټمبر د پنځلسمې له ځانوژونکې حملې راپه دې خوا، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې وشوه او ۴۶ تنه يې ووژل، بله حمله نه ده شوې او ځانوژونکو د پاکستان په ځاي افغانستان ته مخه کړې ده.