د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

کلنټن: د بن او استانبول پریکړې دې نړیوال تطبیق کړي


د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان په اړه د بن تر نړیوال کنفرانس یوه ورځ وروسته نړیوال وهڅول چې د دې غونډې د پریکړو د تطبیق لپاره همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو زیرې هیلري کلنټن د منځنۍ اسیا هیوادونه وهڅول چې په افغانستان کې د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.

هیلري کلنټن د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې د لیتوانیا په مرکز ویلنیوس کې د منځنۍ اسیا له هیوادو هیله وکړه چې د هغو ژمنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، چې له افغانستان سره د بن او استانبول په کنفرانسونو کې شوې دي.

د استانبول په دوه ورځني کنفرانس کې چې د لیندۍ په دوهمه پیل شو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو مساله وڅيړل شوه. په دې غونډې کې سیمه ییزو هیوادو ژمنه وکړه چې د افغانستان په امنیت او ثبات کې به مرسته کوي.

نړیوالې ټولنې بیا له افغانستان سره د مرستو د کولو لپاره د بن په غونډې کې دا شرط کیښود چې افغان حکومت به د اداري فساد مخه نیسي او په حکومتي چارو کې به سمون راولي. همداراز نړیوالې ټولنې په دې غونډې کې هیله څرګنده کړه چی د افغانستان د ولسمشرۍ او ملي شورا راتلونکي انتخابات سم ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د سه شنبې په ورځ د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان په غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې امنیت او د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره باید همکارۍ زیاتې شي:

« پرون په بن کې موږ د هغو ژمنو هرکلی وکړ چې د افغانستان سیمه ییزو ملاتړیو مخکې د استانبول په کنفرانس کې کړې وې او ما د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وهڅاوه چې نورې داسې لارې چارې ومومي، چې د استانبول او بن د غونډو د نتیجو ملاتړ وشي، څو په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې بهیر پرمخ ولاړ شي، د امنیتي چارو د انتقال بهیر سم ترسره شي او په دوه زره دیارلسم او څوارلسم کلونو کې دغه هیواد انتخاباتو ته تیار شي».

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې تر ډيره د اروپایانو پر خپل منځي مسایلو خبرې وشوې خو د افغانستان په اړه هیلري کلنټن د منځنۍ اسیا هیوادونه وهڅول چې له افغانستان سره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG