افغانستان له نړیوالې ټولنې سره ژمنه وکړه چې په خپله خاوره کې به د اداري فساد مخنوی وکړي او د ښه حکومت جوړولو لپاره به هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا ژمنې وروسته تر دې وکړې چې نړیوالو د افغانستان په اړه د بن په نړیوال کنفرانس کې د کابل د سیاسي او اقتصادي ملاتړ اعلان وکړ.
بهرنیو هیوادو د بن په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې وروسته تر دې به هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه له دغه هیواده ووځي خو نړیوالو د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د بن په غونډه کې د اووه پنځوس هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون نژدې زر تنو بهرنیو مرستندویانو د کابل د سیاسي او اقتصادي ملاتړ ژمنه وکړه.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویسترو ویلې د بن تر غونډې وروسته خبریالانو ته له افغانستان سره د مرستو په اړه وویل:
« نن نړیوالې ټولنې ښکاره پیغام د افغانستان خلکو ته واستاوه، داسې پيغام چې موږ به تاسو پرې نه ږدو او له تاسو سره به یوو»
د نړیوالو د مرستو د ژمنې په ځواب کې افغان حکومت ژمنه وکړه چې د اداري فساد مخه به نیسي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول دوشنبې ناوخته خبریالانو ته وویل:
« نن افغانستان بیا دا خبره په ډير قوت تایید کړه چې موږ دا عزم لرو چې له اداري فساد سره مبارزه وکړو او د پروا نه کوي کلتور ته شا کړو، ځکه چې له دې سره زموږ د ملي بنسټونو د پرمختګ مخه نیول کیږي او کورني اعتبار ته مو زیان اوړي»
د بن تر غونډې مخکې افغان چارواکو دا وړاندیز کړی و چې تر دوه زره څلوریشتم میلادي کال پورې افغانستان هر کال پنځه میلیارډه ډالرو بهرنیو مرستو ته اړتیا لري. خو په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو اندازه مشخصه نه شوه.
په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي سیمون ګاس جرمني خبرې اژانس ته وویل، د بن غونډه د اساساتو وه د جزییاتو نه. البته له دې سره سره سیمون ګاس دا هم وویل چې تر دې وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي له دې هیواد سره به نړیوالې مرستې لږې شي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د بن په غونډه کې د دوشنبې په ورځ وویل چې افغانان د یوې ورځې لپاره هم نه غواړي چې د نړیوالو د اوږو بار شي.