نن سهار د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې ځان وژونکې حمله وشوه. د لوګر چارواکي وايي، چې دا یوه قوي چاودنه وه، خو یوازې درې پولیس او د ملي امنیت دوه کارکوونکي په کې ټپیان شوي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد جان عابد وايي، حمله چې د یوه ټیلر موټر په وسیله شوې ده، ډير مالي زیان یې رسولی او په سیمه کې یې د پاملرنې موسسې د سیمه یېز دفتر ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړې.
ده ده په وینا، په چاودنه کې د محمد اغې ولسوالۍ کلینیک، کمپیوتري مرکز او شاوخوا نورې ودانۍ له تخریب شوي دي.
یو شمېر عیني شاهدانو ازادي راډیو وویل، د چاودنې په شدید غږ باندې په شاوخوا کلیو کې د کورونو شیشې ماتې شوي دي، چې له امله یې په لسګونو خلک ټپيان شوي.
چاودنه په داسې ځای کې شوې، چې هلته د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ، د بهرنیو ځواکونو یو مرکز او د پاملرنې موسسې ودانۍ موجودې دي.
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر په وینا، وسله والو طالبانو غوښتل چې د ملي اردو د دروازې لارې هدف ته ځان ورسوي، خو هغو اجازه نه ده ورکړې، وروسته بیا د ودانۍ شا ته یې چاودنه کړې ده.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې حمله د امریکايي ځواکونو په یوه مرکز کې شوې او په لسګونو عسکر یې مړه او ټپیان کړي دي.
چارواکو د دوی ادعا رد کړې ده.